Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو او تېلو بیې راښکته شوي

له يوې اوونۍ راهيسې د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو په تېره د غوړیو، اوړو او وریجو بیې لږ راټیټې شوې دي.

یو شمېر کابل ښاریان د خوراکي توکو د بیو له ټیټېدو خوښ دي او وايي، دا کار تر ډېره د بې‌وزله کورنیو په ګټه دی او له اسلامي امارته غواړي چې پر بازار څارنه ولري.

د کابل اوسېدونکی ظریف وايي: «د خوراکي توکو که هغه وریجې، غوړي او نور دي، د ټولو بیې راټېټې شوې دي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبدالحسیب وايي: «خلکو ته دې کاروبار او ژوند جوړ کړي، څو خلک وکولای شي، پېر وکړي، اوړه، وریجې او غوړي واخیستلای شي.»

له بلې خوا یو شمېر هټۍ‌وال وایي چې د غنمو او تېلو د وارداتو په اړه له روسیې سره دفغانستان تړون په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ټیټې کړې دي.

تېل پلورونکی رحم خدا وايي: «ډېزل تېل ۱۰۴ او ۱۰۵ افغانۍ و، خو په یوې اوونۍ کې ۹۷ افغانیو ته راښکته شوي او پټرول چې ۹۳ او ۹۴ افغانۍ وو، ۷۹ افغانۍ ته راښکته شوي.»

یو موټر چلوونکی بشیر احمد وايي: «له کله نه چې تړون لاسلیک شوي، له یوې اوونۍ راهیسې، بیې دوه یا درې افغانۍ راښکته شوي او زموږ غوښتنه دا ده چې له دې ډېر راښکته شي.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، په نړۍ کې د خوراکي توکو او تېلو د بیو ټیټېدو، په افغانستان کې د خوراکي توکو په تېره بیا اوړو، وریجو او غوړیو پر بیو مثبته اغېزه کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «کله چې په نړۍ کې بیې ښکته شي، د افغانستان په بازارونونو کې کې هم بیې راښکته کېږي، په همدې خاطر له ښه مرغه د خوراکي توکو بیې راټېټې شوې دي.»

افغانستان تر ډېره سوداګریز په تېره بیا خوراکي توکي او د اړتیا وړ تېل د منځنۍ اسیا له هېوادونو، روسیې او ایرانه رالېږدوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، په نړۍ کې د خوراکي توکو او تېلو د بیو ټیټېدو، په افغانستان کې د خوراکي توکو په تېره بیا اوړو، وریجو او غوړیو پر بیو مثبته اغېزه کړې ده.

تصویر بندانگشتی

له يوې اوونۍ راهيسې د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو په تېره د غوړیو، اوړو او وریجو بیې لږ راټیټې شوې دي.

یو شمېر کابل ښاریان د خوراکي توکو د بیو له ټیټېدو خوښ دي او وايي، دا کار تر ډېره د بې‌وزله کورنیو په ګټه دی او له اسلامي امارته غواړي چې پر بازار څارنه ولري.

د کابل اوسېدونکی ظریف وايي: «د خوراکي توکو که هغه وریجې، غوړي او نور دي، د ټولو بیې راټېټې شوې دي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبدالحسیب وايي: «خلکو ته دې کاروبار او ژوند جوړ کړي، څو خلک وکولای شي، پېر وکړي، اوړه، وریجې او غوړي واخیستلای شي.»

له بلې خوا یو شمېر هټۍ‌وال وایي چې د غنمو او تېلو د وارداتو په اړه له روسیې سره دفغانستان تړون په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ټیټې کړې دي.

تېل پلورونکی رحم خدا وايي: «ډېزل تېل ۱۰۴ او ۱۰۵ افغانۍ و، خو په یوې اوونۍ کې ۹۷ افغانیو ته راښکته شوي او پټرول چې ۹۳ او ۹۴ افغانۍ وو، ۷۹ افغانۍ ته راښکته شوي.»

یو موټر چلوونکی بشیر احمد وايي: «له کله نه چې تړون لاسلیک شوي، له یوې اوونۍ راهیسې، بیې دوه یا درې افغانۍ راښکته شوي او زموږ غوښتنه دا ده چې له دې ډېر راښکته شي.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، په نړۍ کې د خوراکي توکو او تېلو د بیو ټیټېدو، په افغانستان کې د خوراکي توکو په تېره بیا اوړو، وریجو او غوړیو پر بیو مثبته اغېزه کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «کله چې په نړۍ کې بیې ښکته شي، د افغانستان په بازارونونو کې کې هم بیې راښکته کېږي، په همدې خاطر له ښه مرغه د خوراکي توکو بیې راټېټې شوې دي.»

افغانستان تر ډېره سوداګریز په تېره بیا خوراکي توکي او د اړتیا وړ تېل د منځنۍ اسیا له هېوادونو، روسیې او ایرانه رالېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه