Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له سیمه ییزو هېوادونو نه د نفتو او غنمو د پېرلو لپاره د سوداګرۍ وزارت هڅې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د خوراکي توکو او نفتي موادو د بیو د راټیټولو په موخه له قزاقستان، ایران او ترکمنستان سره د نويو هوکړو لیکونو د لاسلیک هوډ لري.

د دغه وزارت ویاند وايي، له روسیې پېرل شوي غنم او نفتي مواد به په راتلونکو اوونیو کې کابل ته راورسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وویل:«د تېلو په هکله مو له ترکمنستان سره خبرې کړې دي، غواړو چې رسمي تړون ورسره ولرو، له ترکمنستان سره دایمي تړون ولرو، له کازاخستان او ایران سره د غنمو او اړو په هکله خبرې لرو. موږ هڅه کوو داسې تړونونه ولرو چې خصوصي سکټور هم زیان ونه رسېږي.»

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد پر بانکونو د لګول شويو محدودیتونو له امله له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې بهیر ټکنی شوی دی.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«د افغانستان له بانکونو باید بندیزونه لرې کړل شي او بانکونه باید ازاد پرېښودل شي چې د افغانستان د تجارت پیسې هم له بهره ولېږدولای شي او هم بهر ته یې ولېږدوي.»

پر افغانستان لګول شوي بندیزونو هېواد ته د چاپ شویو افغانیو د لېږد بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د افغانیو د چاپ لپاره له پولنډ سره یوه هوکړه لاسلیک کړه؛ خو د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته هېواد ته د چاپ شویو افغانیو د لېږد بهیر هم ودرول شو.

د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه محمد مهرابي رییس څرګندوي:«ټاکل شوې وه چې وروستۍ چوپه په تېره سپټمبر میاشت کې افغانستان ته رسېدلې وای؛ خو واک ته د طالبانو له راسېدو او د بندیزونو له لګول کېدو وروسته، د دغې چوپې لېږد ودرول شو.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت مسوولین له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«بندیزونه باید لرې کړل شي په ټولو برخو کې د افغانستان له خلکو سره همکاري او مرسته وشي. د افغانانو ټول حقونه چې په نړۍوالو نورمونو او معیارونو کې مسلم دي او د افغانانو مسلم حقونه دي، باید اعاده شي.»

تر دې مخکې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې، پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو له امله په هېواد کې د لویو پانګونو بهیر هم ټکنی شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد پر بانکونو د لګول شويو محدودیتونو له امله له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې بهیر ټکنی شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه