Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ژغورنې نړیواله کمېټه: د نړۍ ۳۴۵ مېلیونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

د ژغورنې نړیواله کمېټه په نړۍ کې د اقتصادي بحران په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دا مهال په نړۍ کې ۳۴۵ مېلیونه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د ژغورنې د نړيوالې کمېټې مشر او مدير وایي، په پاکستان کې سېلابونه، په يمن کې جګړه او په افغانستان کې اقتصادي کړکیچ دغه هېوادونه د خوراکي توکو له بحران سره مخ کړي دي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې رییس او د عامل مدیر ډېوېد میلیبرنډ‌ وايي: «د تاوتریخوالي له امله خوړ ته لاسرسی درېدلی لکه د یمن په څېر او یا هم د خوړو د پېرلو لپاره د پیسو نه لرل، دغه وضعیت اوس په افغانستان کې دی.»

ورته مهال د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. خاطره چې د دوو ماشومانو مور ده او د خپلې کورنۍ مسوولیت هم ور تر غاړې دی، وايي، مېړه یې دوه کاله مخکې مړ شوی او دمګړۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

بې‌وزله خاطره وايي: «ماشومان مې سرپرست نه‌لري. له هټۍ لس او شل افغانۍ غوړي اخلم، ژمی شو حیران یوو، لرګي نه‌لرو.»

د خاطرې پلار عظیم وايي: «د لور پښتورګي مې له مکروبونو ډک دي، د درملنې لپاره پیسې نه‌شته.»

له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د کار روزګار له نشتوالي شکایت لري او همداراز د ژمي موسم رانږدې کېدو ته هم اندېښنو وړي دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالرقیب وايي: «مخکې مې کراچۍ چلوله، د ورځې مې څلور سوه یا پنځه سوه افغانۍ کار کوه. اوړه هم ټیټ و، اوس یې بیه لوړه شوې او غوړي هم همداسې ګران شوي.»

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي چې، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه کسان چې نږدې ۱۲ میلیونه یې ښځې او ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه