Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې دکرنیزو حاصلاتو د افتونو له منځه وړلو یوې کارخونې په فعالیت پيل وکړ

د کابل په صنعتي پارک کې د کرنیزو محصولاتو د افتونو د له منځه وړلو په موخه یوه کارخونه جوړه شوې ده. د دغې کارخونې مسوول وايي چې په دغې کارخونې یې یو مېلیون ډالر پانګونه کړې او له دې وروسته به د افغانستان کرنیز محصولات له ښه کیفیت او کمې بیې سره به له هېواده بهر ته صادر شي.

د کارخونې مسوول مجیب الله مومند وویل:«محترمو سوداګرو له هېواده بهر له لوړې بیې او د ډېر وخت له تېرولو سره په ګمرک کې د خپلو محصولاتو افتونه به یې له منځه وړل، خو اوس له نېکه مرغه عین خدمتونه له کمې بیې او لوړ کیفیت سره دننه په هېواد کې ترسره کېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال سخني حمد پیمان هم په دې هکله وايي:«زموږ ستونزې د دا ډول مرکز کموالی وو چې موږ د خپلو کرنیزو توکو افتونه له منځه یوسو او له یوه سرتیفیکټ سره یې صادر کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د افغانستان ډېری صادرات کرنیز حاصلات دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند څرګنده کړه:«زما هیله دا ده چې د پنبې په دودولو، صارداتو او ټولو څيزونو کې له موږ سره د کرنې، سوداګرۍ او مالیې وزارتونه لازمې همکارۍ وکړي.»

له بلخوا، د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې اسلامي امارت به د کرنې د ودې او میکانیزه کولو لپاره هڅې وکړي. د دغه وزارت سرپرست زیاتوي چې کرنه د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم رول لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وايي:«موږ ټول همدا هڅه او کوښښ کوي چې د کرنې په ډګر کې، د اوبو لګولو په ډګر کې او د مالدارۍ په ډګر کې پرمختګونه ولرو.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په افغانستان کې د کرنې د ودې په موخه به د کرنې، سوداګرۍ او صنعت په برخو کې درې ټولنې جوړې شي. 
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه