Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د اقتصادي بحران په اړه د نړیوال بانک اندېښنه

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې په سویلي اسیا او په ځانګړې توګه افغانستان کې د اقتصادي بحران په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او زیاتوي، په تېر یو کال کې د افغانانو عاید کم شوی او دې کمښت خلک له اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.

په‌دې راپور کې راغلي چې د سویلي اسیا په هېوادونو کې د ۲۰۲۲ تر جولای میاشتې د خوراکي توکو بیې ۲۵ سلنه لوړې شوې دي.

د راپور په یوې برخه کې راغلي: «‌‌د غنمو د تولید په برخه کې د نامتوازن تجارت له امله، په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او داسې اټکل کېږي چې، د دغه هېواد څه باندې ۹۰ سلنه نفوس کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري.»

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: «د کارخونو مسوولانو چې کولای یې شول د دندې پیدا کولو په برخه کې بنسټیز رول لري، کارخونې یې په ټپه ولاړې دي. دا وضعیت کولای شي د خوړو او تولید برخې ته زیان ورسوي.»

د دې راپور په یوې برخه کې همداراز ویل شوي چې د افغانستان عواید د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو له امله ډېر شوي او پاکستان هم له دغې چارې ګټه کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «موږ غواړو چې نړیوال بانک له افغانانو سره مرسته وکړي. مېلیونونه ډالر کنګل دي، باید برخلیک یې څرګند شي او د بانکي پشتېوانه دې ازاده شي. که همداسې دوام پیدا کړي، زموږ صادرات راکم شي، د افغانستان اقتصاد ته زیان رسېږي.»

اقتصاد وزارت وايي، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره دغه بنسټ یو شمېر بنسټیز او همداراز له کرنې سکټوره د ملاتړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د دې وازرت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي: «اقتصاد وزارت په لویو اقتصادي زیربناوو باندې د تمرکز او په روښانه زیربناوو کې د پانګونې سربېره، د اقتصاد وزارت د کوچنیو او منځنیو صنعتونو پراختیا، د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ سکتور ملاتړ، د کورنیو تولیداتو پراختیا او تخنیکي او حرفوي زده‌کړو ته لومړیتوب ورکوي.»

نړۍوال بانک همداراز ویلي، د افغانستان داخلي ناخالص تولید به له ۲۰۲۲ کال وروسته هم د دوو کلونو لپاره ډېره پڅه وده ولري او لامل یې هم د نفوس ډېرېدل په ګوته شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه