Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاپي پروژې د کار د پيل لپاره د کابل او عشق اباد ترمنځ ځينې پرمختګونه

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې کابل او عشق اباد د ټاپي پروژې د مسیر د استملاک، د دغې پروژې د کار د پيل او د ګازو د وېش لپاره د شبکې د جوړېدو لپاره سره هوکړې ته رسېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا، د افغانستان یوه تخنیکي ډله ترکمنستان ته په سفر کې د ټاپي پروژې د کار د پیل په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره هوکړې ته رسېدلي او په وینا یې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د هرات د اوسېدونکو او صنعتي پارک ته د ګازو د وېش شبکه جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وویل:«لومړی دا چې دواړو لورو هوکړه کړې چې نږدې راتلوونکي کې د ټاپي پروژې لپاره یو مهال وېش جوړ کړي چې په هغه کې د پلان، د استملاک بهیر او د نل لیکو بیارغونه شاملېږي، دویمه برخه کې د هرات اوسېدونکو او صنعتي پارک ته د کازو د وېش لپاره د یوې شبکې پر جوړېدو هوکړه وشوه او دواړه لوري افغان ګاز او ترکمن ګاز به په دې برخه کې سره ګډ کار وکړي چې دغه شبکه د نورو کارونو ترڅنګ هم مهاله د ټاپي پرژوه پیل شي.»

اقتصاد وزارت وايي، اسلامي امارت د ټاپي پروژې د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب څرګندوي؛:«د ټاپي پروژه یوه مهمه او بنسټيزه پروژه شمېرل کېږي چې د سیاسي تعامل، سیمه ییزو همکاریو او د سیمه ییزې پراختیا لامل کېږي.»

د ترکمنستان د ګازو نل لیکه د افغانستان پولې ته رارسېدلې؛ خو د دغې پروژې عملي کار لا تر اوسه په هېواد کې نه دی پیل شوی.

د اقتصادي چارو د ځینو شنونکو په اند، د هند او پاکستان تر منځ اختلافاتو او سیمه ییز سیالیو د دغې پروژې عملي چارې ځنډولې دي.

د اقتصادي چارو شنوونکی مسعود په دې هکله وايي:«د درې علتونو له امله حرکت نه شي کولای، لومړی علت دا دی چې دغه نښته د پاکستان او هند د شخړې ترمنځ راغلې ده، تر هغې چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې نه شي، پاکستانیان نه پرېږدي چې حرکت وکړي او دویم حرکت یې چې د ستونزې لامل کېږي همدا دی چې د نړۍ او افغانستان د واکمنۍ ترمنځ سیاسي تعاملات په حقیقت کې ډېر خراب دي.»

د ترکمنستان د ګازو څه باندې ۸۰۰ کیلومتره نل لیکه د افغانستان له خاورې تېرېږي او تر هغې وروسته پاکستان او بیا هم هند ته رسېږي.

په هېواد کې د دغې پروژې د کارو په پیل سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان به له دې لارې هر کال څه باندې ۴۰۰ مېلیون ډالره عاید ترلاسه کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه