د برېټانیا پارلمان په خپل نوي ۴۵ مخیز راپور کې، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې برېتانیا په مارچ میاشت کې له افغانستان سره د ۲۸۰ مېلیون پونډو مرستې اعلان وکړ چې له دې جملې دوه نیم مېلیون پونډه په دې هېواد کې د زلزلې له امله د زیانمنو لپاره لګول شوي دي.
په راپور کې راغلي دي:«د ۲۰۲۲ کال له اپریل تر جولای میاشتې، برېټانیا له افغانستان سره ۱۴۰ مېلیون پونډه مرسته کړې چې پنځوس مېلیون پونډه یې د افغانستان د بشردوستانه صندوق له لارې ـ ۷۰ مېلیون پونډه د خوړو د نړۍوال پروګرام له لارې ـ ۱۲ مېلیون پونډه د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) له لارې په افغانستان کې لګول شوې دي.»
د دې راپور په یوه برخه کې راغلي چې د بندیزونو، د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو او مرستو د بندېدو له امله د هېواد مالي سیستم له فعالیته لوېدلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«اقتصادي کمېسیون، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د مالیې وزارت، له نړۍوال بانک او ملګرو ملتونو سره یوه ځانګړی پروګرام لري، ان شاالله د دغو ټولو د کموالي لپاره یو پلان جوړوو.»
خو په دې راپور کې ویل شوي چې د افغانستان اقتصاد د اسلامي امارت له رامنځته کېدو مخکې له ستونزو سره مخ و او په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د خلکو عوایدو ته په پام سره د نړۍ پنځم بې وزله هېواد ګڼل کېده.
د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر وویل:«په دولتي ادارو کې له حد زیات فساد او د دې ترڅنګ د افغانستان له صنعته په اړینه توګه نه ملاتړ، دا ټولو موردونه د دې لامل شول چې د افغانستان اقتصاد په هغه بڼه چې د ښه والي په لور حرکت کې و، حرکت ونه کړ.»
له دې مخکې نړۍوال بانک راپور ورکړی چې د اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان نولس سلنه کورنۍ ناخالص تولید کم شوی دی.
په دې اړه مو اندونه