Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو شرکتونو ته د کانونو د چارو پر سپارلو د کانونو او صنایعو خونې ټينګار

د افغانستان د کانونو او فلزاتو په نړۍوال نندارتون کې د کانونو او صنایعو خونه له اسلامي امارته غواړي چې د هېواد د صنعت برخې ته پاملرنه وکړي او د کانونو د استخراج او پروسس چارې کورنیو شرکتونو ته وسپاري.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین وویل:«که چېرې زموږ صنایع په پښو ونه درېږی او زموږ کانونه هر څوک استخراج کوي، موږ ته لس یا شل سلنه راکوي که چېرې موږ ښه صنعت ولرو موږ کولای شو خپل کانونه په خپله استخراج کړو او په درې او څلورو برابرو د نړۍ بازارونو ته ورسوو.»
 
ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت له پانګوالو غواړي چې دننه په افغانستان کې پانګونه وکړي او د ګرانبیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېژندلو لپاره به لابراتوار جوړ کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال حسام الدین صابري وايي:«که پانګوال کورنی دی یا بهرنی، پانګوال کوچنی دی او که ستر، موږ ډاډ ورکوو را دې شي او پانګونه دې وکړي الحمدالله تاسې د اسلامي امارت له وضعیته خبر یاست حالات بلکل برابر دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنيو تولیداتو او صنعت د ملاتړ ډاډ ورکوي او وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به په دوبۍ کې د هېواد د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي څرګنده کړه:«په دوبۍ کې ان شاالله د الله په هیله د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د نندارتون او همدارنګه د افغانستان د کانونو ځينې پروګرامونه هم شامل کړي، د افغانستان ګرانبیه فلزات په کې شاملېږي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته بلنه ورکوو را دې شي او په دغه نندارتون کې چې په دوبۍ کې جوړېږي، د ملګرو په هر حال کې ده د منلو وړ ده موږ ته هم د منلو وړ ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«هغه صادرات چې اوس یې موږ کوو کابو ۵۰ تر ۶۰ سلنه یې زراعتي دي ۵۰ تر ۴۰ سلنه یې کاني دي، تالک او د ډبرو سکاره له هېواده بهر ته په مېلیونونو افغانیو صادر وو او له نېکه مرغه موږ پاکستان ته د سیخ ګول صادارت هم لرو.»

بل خوا د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوال د ورته نندارتونونو جوړېدل محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره مهم ګڼي.

سوداګره نفیسه دانش څرګندوي:«په اوسنیو شرایطو کې چې پوهېږو د خلکو او د افغانستان او بهرنیو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې کمې شوې دي دا ډول نندارتونونه چې سوداګرۍ خپل ۹۰ سله پلور له لاسه ورکړی دی د یوه اړیکې په حساب ډېر ښه دي او د دوی له اجناسو خبرېږي.»

د یوې کارخونې مسوول جواد وویل:«د کانونو او فلزاتو نندارتون دی دا نندارتون زموږ لپاره ډېر ګټور دی په حقیقت کې کولای شو له خپلو پېرودونکو سره اړیکه ولرو او په واقعیت کې موږ کولای شو چې خپل کاري معلومات نغې په نېغه له هغوی سره شریک کړو.»

په دغه درې ورځني نندارتون کې ګران بیه او نیمه ګران یبه ډبرې او فلزات نندارې ته اېښودل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه