په زابل مرکز قلات کې د توري په نوم د لوی بند د رغېدو چاري پيل شوې او ټاکل شوې ۹۷ مېلیونه افغانیو په لګښت په میاشتو کې ورغول شي.
د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت وايي، د دې بند په رغیدو سره به ۶۰۰ سوه هکټاره ځمکه خړوبه شي او د سل کیلوواټه برېښنا د تولید ظرفیت به هم ولري.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور وايي: «موږ باید دنیاوالو ته په تمه کېننو، موږ باید له خپلو طبيعي منابعو ګټه پورته کړو.»
دغه بند د ملي پراختیا شرکت په بودیجه جوړېږي چې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د مسوولینو په وینا غواړي له دې وروسته مهمي پروژې د بهرنیو شرکتونو پر ځای د افغاني شرکتونو او انجینرانو پر مټ عملي کړي.
د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال مولوي مجیب الرحمن عمري وايي: «نور بندونه به خارجي کمپنیو په مختلفو لګښتونو او زیات اسراف سره ډیزاین کول، خو الحمد لله د اوبو او نرژي وزارت رهبري وکولای شوای چې په خپل مسلکي پرسونل سره دا بند ډیزاین کړي.»
د ملي پراختیا شرکت مرستیال مولوي عبدالولي عادل وايي: «د دې پروژې انجنیر افغان دی، پیسې هم د حکومت دي، ډیزاین هم افغانانو کړی دی.»
بلخوا د زابل اوسېدونکي ددې بند په جوړېدو خوښ دی خو له اسلامي امارته غواړي ددغه ولایت په نور سیمو کې هم ورته بندونه جوړ کړي.
د زابل اوسېدونکی حیات الله جهاني وايي: «دا بند د زابلي ولس لپاره ډېر ګټور دی او هغه ځمکې چې دښتې دي، هغه به ورسره خړوبې شي.»
د زابل مرکز کلات اړوند د توري بند د ۲٫۹ میلیونه متره مکعب اوبو د زخیره کولو ظرفیت لري. د مسوولینو په وینا دا بند به تر ډېره د سیلاب اوبو مخه ونیسي.
په دې اړه مو اندونه