Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ ګډه خونه: پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، سږ کال پاکستان ته د افغانستان صادرات دوه برابره ډېر شوي.

د دې خونې رییس وایي، که د ډېورنډ کرښې په اوږو کې ستونزې حل شي؛ پاکستان ته به د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس نقیب الله صافی وايي: «د تېر کال په نسبت باندې پاکستان ته زموږ صادرات دوه برابره شوي دي او همدارنګه د پاکستان نه هم افغانستان ته صادرات زیات شوي دي.»

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، له افغانستانه پاکستان ته تر ډېره تازه میوه، سابه، شوکاڼې او د ډبرو سکاره صادرېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «په پاکستان کې اوس‌مهال مېوې او ترکاري ته په تېره کچال، پیازو او رومیانو ته اړتیا ده. موږ هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ کانټېنره سبزي او مېوه صادروو.»

سوداګر زلمی عظیمي وايي: «دا چې پاکستان څومره د افغانستان په تجارت کې نقش لري، دا خو واقعیت خبره ده چې پاکستان تل د افغانستان تجارت په عرصه کې دوګانه برخورد کوي.»

د سود اګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې د ۲۰۲۲ کال له پېلېدو راهیسې افغانستان پاکستان ته ۶۵۰ مېلیون ډالره صادرات لرلي چې د تېر کال د ورته وخت پرتله درې سوه مېلیون ډالره زیاتوالی ښيي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه