Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې د اوسپنې د ویلې کولو کارخونو د خامو توکو د برابرولو لپاره به د هېواد کانونه په رڼه توګه داوطلبۍ ته وړاندې شي.

ملاعبدالغني برادر کابل کې د اوسپنې د ویلې کولو سکټور د ملاتړ او هڅونې غونډه کې، د هېواد په اقتصادي وده کې د صنعت کارانو رول مهم بولي.

نوموړي وویل:«زموږ تدابیر دا دي چې د اوسپنې د تولیدونکو کارخونو د ستونزو د حل لپاره، د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوو.»

ملا عبدالغني برادر ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به له ټولو سوداګرو او صنعت کارانو په تېره بیا د وسپنې د ویلې کولو له کارخونو ملاتړ وکړي.

ښاغلي برادر څرګنده کړه:«د هېواد د اقتصادي برخې د یوه مسوول په توګه غواړم په خپلو تجارانو غږ کوم چې تولیدات، صادرات او واردات معیاري کړي.»

له بلخوا، د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د کورنیو تولیداتو د کیفیت په لوړولو کې به کار وکړي.

د ستندرد د ملي ادارې مرستیال محمد حامد څرګنده کړه:«ځينې کارونه له نړۍوالو معیارونو سره برابر دي او هغه د ستاینې وړ دي هغه کسان چې کارخونې یې معیاري نه دي، هیله لرم چې خپلو کارونو ته پرمختګ ورکړي.»

د اوسپنې د ویلې کولو ټولنه له اسلامي امارته غواړي چې صنعت کارانو ته بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.

د اوسپنې ویلې کولو ټولنې مرستیال عصمت الله وردګ وايي:«هغه پیسې چې موږ په بانکونو کې لرلې موږ ته یې بېرته را کړې یعنې د هېڅ کارخونه لرونکي پیسې په بانک کې نه دي پاتې یا یې د مالیې په برخه کې او یا هم د برېښنا په برخه کې یې حساب کړې دي او بالاخره زموږ د فعالیت لپاره یې یوه منقطي لار مساعده کړې ده.»

د دغې ناستې په څنډه کې د سټنډرډ د ملي ادارې له خوا د اوسپنې ویلې کولو یو شمېر هغو کارخونو ستاینه وشوه چې تولیدات یې معیاري وو.
 
له بلخوا، د سټنډرډ ملي ادارې چارواکي وایي چې د کورنیو تولیداتو د کیفیت په لوړولو کې به کار وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه