Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د شاتو خرڅلاوو بازار پیکه کېدل

یو شمېر شات پلورونکي په هېواد کې د شاتو د خرڅلاو لپاره د مناسب بازار له نه‌شتوالي اندېښمن دي او وايي، اقتصادي ننګونې د دې لامل شوې چې لږ شمېر هېوادوال شات وپېري.

دغه ګبین پلورونکي وايي، د هوايي دهلېز د نه‌شتوالي له امله یې له هېواده بهر ته صادرات هم کم شوي دي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې بهر ته د شاتو د صادرولو زمينه ورته برابره کړي.

ګبین پلرونکې زهرا وايي: «شات یو داسې محصول دی چې ډېری وخت یې هغه کسان پېري چې اقتصاد یې ښه وي او په همدې خاطر موږ په تېر یو کال کې په‌دې نه یو توانېدلي چې ښه پلور ولرو.»

د شاتو یو بل پلورونکی وحیدالله وايي: «د نورو کلونو پرتله سږ کال زموږ حاصلات کم وو او وروسته بارانونو زمو حاصلات لږ کړل او په کافي اندازه مو باکیفیته شات درلودل.»

له بلې خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، که له هېواده بهر ته د شاتو صادرولو لازیاته زمینه برابره شي افغانستان له دې لارې په کال کې څه د پاسه شل مېلیون ډالر عاید ترلاسه کولای شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «که موږ دې ته پاملرنه وکړو او فارمونه ورته جوړ کړو، هر کال نږدې شل یا پنځه ویشت مېلیونه ډالره عاید ترې تر لاسه کولای شو.»

ورته مهال، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دوي هڅه کوي د هوايي دهلیز فعالیت زیات کړي ترڅو د سوداګریزو توکو صادرات زیات شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوند زاده عبدالسلام جواد وايي: «موږ په‌دې اړه له ځینو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره خبرې کړي، چمتوالی ورته شته، له هر لوري موږ هڅه کوو چې د لېږد بیې راټیټې شي، ځکه دا هم د سوداګر او هم د تولید کوونکي په ګټه ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې څه د پاسه درې زره ټنه شات په هېواد کې تولید شوي چې کابو زر ټنه یې د هوايي دهلیز له لارې له هېواده بهر ته صادر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه