Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوکراین صادراتو بندېدل؛ په افریقا او اسیا کې د لوږې ډېرېدو خبرداری

وروسته له هغې چې روسیې له اوکراین سره د غلو-دانو د صادراتو تړون لغوه کړ، د اوکراين ولسمشر خبرداری ورکوي چې دا ګام ښايي ډېر افريقايي او اسيايي هېوادونه د لوږې ډېرېدو له ګواښ سره مخ شي.

ولادیمیز زېلېنسکي وايي: «دا په افریقا او اسیا کې یو ځل بیا د لوږې د رامنځ‌ته کولو لپاره د روسیې څرګنده هڅه ده.»

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په افغانستان کې سږنۍ وچکالۍ له بهر نه هېواد ته د غنمو واردات زیات کړي او د اوکراین د غلو-دانو د تړون د لغوه کېدو په تړاو د روسیې وروستۍ پرېکړه به پر افغانستان هم منفي اغېز ولري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «دا چې روسیې بیا پر اوکراین محدودیت لګولی، زه په‌دې باور یم چې د غنمو ډېری واردات له روسیې او اکراین دي، په‌دې کې شک نه‌شته چې د غنمو بیه به لوړه شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر وايي: «له بده مرغه افغانستان د نړۍ د یوه بې‌وزله هېواد په توګه د خوراک له کموالي سره مخ دی، د اوکراین جګړې له کبله په نړۍ کې د غلې بیې لوړېدو له بده مرغه افغانستان ډېر زیانمن کړی دی.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پر بنسټ، سږ کال افغانستان د غنمو درې نیم میلیون ټنه وارداتو ته اړتیا لري،چې د افغانستان لویه برخه دا غنم او اوړه به له قزاقستانه راوارد کړای شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پر بنسټ، سږ کال افغانستان د غنمو درې نیم میلیون ټنه وارداتو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه