Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په تېرو اوو میاشتو کې څه باندې یو مېلیارد ډالر صادرات لرل

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې په تېرو اوو میاشتو کې افغانستان د یو مېلیارد او ۸۵ مېلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د شمېرو پر بنسټ، دغه صادرات د ایران، قزاقستان، چین، متحده عربي اماراتو، پاکستان، هند، ازبیکستان او عراق ته شوي دي.

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي، چې د هېواد ډېری صادرات پاکستان، هند، تاجیکستان او چین ته شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام وویل:«زموږ هڅې روانې دي چې موږ وکړای شو سږکال د تېر کال پرتله زموږ صادرات سل سلنه زیاتوالی ولري.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، یوازې پاکستان ته د ۷۴۴ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې پاکستان ته د افغانستان صادرات دوه برابره زیات شوي دي.
 
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس نقیب الله صافی وايي:«د تېر کال پرتله زیات شوی، دوه برابره شوي په عمومي توګه د ډبرو سکاره او مېوه.»

اخوا یو شمېر سوداګر په دې باور دي چې د هوایي دهلیزونو له لارې د الوتنو زیاتېدل به د افغانستان صادرات نور هم زیات کړي.

سوداګر زلمی عظیمي څرګندوي:«کابو یو کال کېږي چې هوايي دهلیز تړلی دی چې د هوايي دهلېز له لارې ځینو هېوادونو ته لکه چین، اماراتو، تاجیکستان، او منځنۍ اسیا ته زموږ صادارت کېدل.»

په چین کې افغان سوداګر سلمان رها هم وايي:«زموږ غالیو په سمه توګه ځای نه دی پرانیسی او دلیل یې همدا و چې تبغلیات او منظمه بازارموندنه ورته نه ده شوې، غالۍ دې په چین کې هم ځان ته بازار پیدا کړي.»

غالۍ، وچه مېوه، سابه، د ډبرو سکاره، طبي بوټي او نیمه ګران بیه ډبرې د هېواد د صادراتو لویه برخه جوړوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه