Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د نویو چاپ شویو بانک‌نوټونو لومړنۍ کڅوړه را ورسېده

د افغانستان بانک کې سرچینې طلوع نیوز ته د دې پخلی کوي چې، د نویو چاپ شویو افغانیو لومړنۍ کڅوړه نن (چهارشنبې) کابل ته رارسېدلې؛ خو د دغو پیسو د اندازې په هکله څه نه وايي.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې د پنجشبنې په ورځ د دغو پیسو یوه بله کڅوړه هم کابل ته راورسېږي.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د دغو پیسو په رارسېدو سره به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت راټیټ نه شي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وویل:«هېوادوال دې اندېښنه نه کوي او دا کار د افغانیو ارزښت نه ټیټوي او د افغانیو ارزښت د ټولو بهرنیو اسعارو په وړاندې لوړ دی. مرکزي بانک حاکم دی او هره اوونۍ مارکېټ ته ډالر لېلام کوي او د افغانیو د ارزښت لوړولو لپاره هڅه کوي.»

له دې سره سم، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي کابل ته د نویو چاپ شویو افغانیو رارسېدل ستايي او وايي چې، زړو پیسو د راکړې ورکړې پر مهال له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکی سمیر وايي:«دغه نوې پیسې باید ژر تر ژر ووېشل شي او خلکو ته ورسېږي چې نوې پیسې د زړو هغو خای ونیسي او ټولې زړې پیسې له بازاره را ټولې کړي.»

د کابل بل اوسېدونکی رحم الدین هم څرګندوي:«زړې پیسې دې راغونډې کړي او نوې پیسې په پازار کې خورې کړي د دې لپاره چې ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې دي.»

له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د پیسو نه چاپېدو د افغانستان بانک پر اعتبار هم منفي اغېز کړی دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«اوس چې نوې پیسې چاپ شوې دي، دا یو ډول نړۍوال زمانت دی او د افغانستان مرکزي بانک اعتبار ته ارتقاع ورکوي او د افغانستان د اقتصادي خوځښت او روڼتیا لامل کېږي.»

تر دې مخکې د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې ویلي چې، ۳۸۰ مېلیونه نوي چاپ شوي بانک نوټونه چې ۱۰ مېلیارد افغانۍ کېږي، د پولند له لورې نوې چاپ شوي تر یوې میاشتې په کمه موده کې به افغانستان ته ولېږدول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه