د اقتصاد وزارت مسوولان د نویو چاپ شویو افغانیو ته په اشارې وايي، زاړه بانکنوټونه به په سېستماټیک ډول له بازار څخه راټول کړي.
دغه وزارت زیاتوي چې نوي چاپ شوي بانکنوټونه به د زړو پر ځای کارول کیږي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «په ټاکلي وخت د شته کړنلارې له مخې را ټولې او له منځه وړل کېږي، ځکه زړې پيسې رواني منفي اغېزې لري او په هېواد کې د اقتصادي بېثباتۍ او تحرک لامل کېږي.»
له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه نوې چاپ شوې افغانۍ به د هېوادوالو تر منځ ورځنۍ چارې اسانې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي زیاتوي: «کولای شي د هغو سوداګرو په ځانګړي ډول په هرات او نورو ځایونو کې یې چې ستونزې درلودې حل کړي او همداراز د هېواد په اقتصاد او پرمختګ کې شته ستونزې حل کړي.»
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د آمریکا مالیې وزارت بانکونو او شرکتونو ته ډاډ ورکړی چې، د افغانستان بانک ته د افغانیو د لېږدولو په تړاو به تر قانوني څار لاندې رانشي.
د افغانستان بانک د عالي شورا غړی او د تفتیش کمېټې رییس شاه محمد محرابي وايي: «د دغو پیسو د لېږدولو اسانتیاوې د امریکا مالیې وزارت برابرې کړي او د افغانانو له لوري یې هرکلی شوی دی.»
د کابل اوسېدونکی سردار بابکرخېل وايي: «دا پروسه باید دوام پیدا کړي او د حکومت په سر کې چې کوم کسان دي باید له نړیوالې ټولنې او یا هغوی سره چې دا پیسې رالېږدوي، اړیکې ورسره پراخې شي.»
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې ډېری چارې په نغدو پیسو ترسره کېږي او له همدې امله یې پیسې هم زړیږي.
د مالي او بانکوالۍ چارو کارپوه سیر قریشی وايي: «د مرکزي بانک له لوري د نویو چاپ شویو پیسو نه وېش په بازار کې اقتصادي راکړه ورکړه ټکنۍ کړې او همداراز دې چارې سوداګر او په مارکېټ کې ورځنۍ راکړه-ورکړه له ستونزو سره مخ کړې ده.»
په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې، نوې افغانۍ چاپېږي او افغانستان ته یې د رالېږدولو اجازه ورکول کېږي.
په دې اړه مو اندونه