Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د صنعت له ودې د ا.ا د ملاتړ ژمنه

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د فابریکو له یو شمېر مالکانو سره په کتنه کې ویلي، د هېواد سمسورتیا د صنعت ودې پورې تړلې ده.

نوموړی ژمنه کوي چې له صنعتکارانو به ملاتړ وکړي.

نورالدین عزیزي وايي: «الحمدلله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اسلامي امارت د صنعت او تولید په برخه کې د هر ډول پرمختګ ملاتړ کوي، که خصوصي صنعتي پارک وي او که دولتي، په‌دې کې توپیر ته نه ګوري.»

له دې سره سم، د زرغونو صنایعو پارک مسوول وايي، تر اوسه نږدې ۵۰۰ کارخونه لرونکو ته ځمکې په واک کې ورکړ شوي او لمنځه یې یو سلو شلو کارخونو خپل کارونه پیل کړي او ورسره څه باندې ۳ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه په خبره، دا مهال د هېواد فابريکې د خوراکي توکو، پلاستيک او چاپ په برخو کې پر ځان بسيا دي.

د زرغونو صنایعو پارک رییس محمد محسن امیري زیاتوي: «له نېکه مرغه په ​​ډېرو هغو توکو کې چې تاسو یې په اړه خبر یاست، هغه د خوراکي توکو په برخه کې دي چې پلاستیک، چاپ، مطبوعات دي؛ له دې موږ پر ځان بسیاینې تر څنګ یې نورو هېوادونو ته هم صادروو.»

له بل لوري د کابل د کانونو او صنایعو خونه وايي، لا هم کارخونه لرونکي د برېښنا له کمښت او د اومه موادو د پېرلو لپاره د پیسو د لېږدولو له ستونزو سره مخ دي.

د کابل د کانونو او صنایعو خونې رییس محمد کریم عظیمي زیاتوي: «موږ هیله لرو چې حکومت هر څومره ژر کولای شي بانکي نظام عادي حالت ته راوګرځوي او مالي سرچینې چمتو کړي.»

په ټول هېواد کې په بیلابیلو برخو کې نږدې ۵ زره کارخونې فعالیت لري، خو له وروستیو تحولاتو سره سم، شاوخوا ۲ زره کارخونې له فعالیته لوېدلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه