Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ګردېز کې د حکومت له لوري د مالیې لوړېدو له کبله د هټیوالو نیوکې

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې هټيوال او کسب‌ګر د لوړې مالیې له وضع کولو شکايت لري او ادعا کوي چې  د تېر پرتله څو برابره ماليه پرې وضع شوې ده.

په داسې حال کې چې تېره ماليه يو نيم سلنه وه او اوس نيم سلنې ته راښکته شوې ده، خو دوی زیاتوي، د خلکو په‌ کمزوري اقتصادي حالت کې نه‌شي کولی پرې وضع شوې مالیې پوره کړي.

هټيوال قيوم جان وايي:«موږ ته یې د ۱۴۰۱ کال مالیه دوه لکه اوولس سوه پنځوس افغانۍ.»

یو بل هټیوال عبدالستار وايي: «دا د مالیې پرچه ده، شکایت مو هم ورته کړی دی، دا زموږ له وسه تېره خبره ده، ځکه دومره موږ په کال کې هم نه‌شو ګتلی دی.»

د ګردېز ښار هټيوال وايي، د لوړې مالیې په وضع کولو سره دوی اړ دي چې د پوره کولو لپاره یې توکي په لوړه بيه وپلوري، چې په روان اقتصادي حالت کې ناشونې ده او له مسولينو غواړي، چې مناسبه ماليه پرې وضع کړي.

د مارکټ څښنن عبدالقادر خوشال وايي: «درې لکه څلور دېرش زره دوه سوه څو روپۍ په موږ راغلي دي، له حکومته دا غوښتنه کوو چې اقتصاد هم خراب دی، د خلکو وضعې هم خرابې دي، کرایې هم خلک دومره نه‌ورکوي چې په جمهوریت کې به یې ورکولې.»

هټيوال سيد منصور احمد زیاتوي: «دوه لکه شل زره رانه اخلي، خو زموږ په دوکان کې ټول د پنځوو لکو مال نه‌شته، دا هم نیم مال زموږ دی، نیم مو په پور راوړی دی.»

طلوع‌نیوز له هڅو سره-سره په‌دې اړه د اړوند مسولينو د نظر په اخيستو بريالی نشو.

که څه هم نږدې يوه اوونۍ وړاندې د رياست والوزرا د اقتصادي معاوينت يو پلاوی د مالياتي او سوداګريزو ستونزو د هواري په موخه پکتيا ته راغلی و او يادو برخو کې یې د ستونزو د حل ژمنه وکړه خو لا هم په مالياتي برخه کې ستونزې پر خپل ځای دي.

د ګردېز ښار هټيوال وايي، د لوړې مالیې په وضع کولو سره دوی اړ دي چې د پوره کولو لپاره یې توکي په لوړه بيه وپلوري

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه