Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانۍ تازه چاپ شویو بانک‌نوټونو دوه کڅوړې افغانستان ته راوړل شوي

د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې رییس او د دې بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي وايي، تر اوسه یو نیم مېلیارد نوې چاپ شوې افغانۍ هېواد ته رارسېدلې دي.

د مرکزي بانک د دې کمېټې په وینا، په پام کې ده چې پاتې نورې پیسې راتلونکې میاشت افغانستان ته راورسېږي.

ښاغلی محرابي وايي: «د پولنډ د پیسو د چاپ امنیتي شرکت دوه جوپې رالېږلې دي. یوه یې د سه شنبې پر ورځ او بله یې د پنج شنبې پر ورځ رارسېدلې ده، په هرې یوې دغې جوپه کې  ۷٫۵ میلیونه نوې چاپ شوې افغانۍ دي ،چې ټولټال  ۱٫۵ مېلیارډ افغانۍ کېږي.»

 بل خوا د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي،چې په راکړو ورکړو کې له فزیکي پيسو ډیر کار اخيستل د دغو پیسو د زړېدو لامل کیږي.

د مالي او بانکي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي: «ډېری خلک خپلې راکړې ورکړې او کوچنۍ او غټې ورځنۍ معاملې په نغدو پیسو کوي او د پیسو همدا دوران خپله د کیفیت د کمېدو سبب کېږي.»

اخوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي،چې هېوادوال باید د خپلو پیسو ساتنې ته پام وکړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالقدوس وايي: «یوه بټوه دې واخلي، په همغې کې دې پیسې وساتي، خلک چې خپله د هېواد لپاره څه و نه‌کړي، دولت ورته کله رسېدنه کولای شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی حارث زیاتوي: «کله چې پیسې اخلو باید قات او څېرې یې نه‌کړو او د ماشومانو په لاس کې یې ور نه‌کړو چې څېرې یې کړي.»

تر دې وړاندې اقتصاد وزارت ویلي دي،چې زاړه بانکنوټه به په منظم ډول له بازارونو راټول کړای شي او د زړو بانکنوټو پرځای به د افغانیو نوي بانکنوټونه بازارونو ته وړاندې شي.

د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې رییس زیاتوي، په پام کې ده چې پاتې نورې پیسې راتلونکې میاشت افغانستان ته راورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه