د سره صليب نړيوالې کمېټې په خپل دېرش مخيز راپور کې د افغانستان پر اقتصادي بحران اندېښنه ښودلې ده.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي چې افغانان د اقلیم بدلون، خوراکي توکو د خوندیتوب د نشتوالي، خراب اقتصادي وضعیت، لومړنیو خدمتونو ته د محدود لاسرسي او د نړیوالو مرستو د نشتوالي له امله له ننګونو سره مخ دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۲ کال پورې به په ټول هېواد کې دوامداره وچکالي او اقلیمي بدلون دوام وکړي. دغه وضعیت به په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام ولري او خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.»
د دې بنسټ د راپورو له مخې، دمګړۍ د کورنیو عواید ۱۴ سلنه راکم شوي او په وینا یې ډېری کورنۍ لا هم پر بشري مرستو تکیه دي.
د دې راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په درېیمه ربع کې د کورنیو عاید د دویمې ربعې پرتله څوارلس سلنه کم شوی او ډېری کورنۍ پر بشري مرستو تکیه کوي.
ورته مهال يو شمېر بېوزله کورنۍ د راتلونکي ژمي په اړه اندېښمن دي او وايي، د سون توکو د اخيستو توان نه لري.
فرشته وايي، ۵۰ کلن ورور یې ناروغ دی او د درملنې وس یې نهلري او زیاتوي، یوازې یو زوی یې په لاسي کراچۍ کې کار کوي او هغه هم دومره نه ګټي چې شپه او ورځ یې پرې تېره شي.
کونډه فرشته چې د خپل ناروغ ورور سرپرستي هم ور ترغاړې ده، زیاتوي: «ژمی راروان دی، ډېره سخته ده، لرګي نهلرو، خواړه نهلرو، ناروغه یم، پښې مې درد کوي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی محبالله وايي: «بېدندې یم، همدغه ډول ژوند روان دی، که د سهار پیدا کړو، غرمې ته نهوي، که د غرمې پیدا کړو، سهار ته نهوي.»
بل خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان پهدې باور دي چې له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره هر اړخیز او جدي اقدام ته اړتیا ده.
د سیاسي چارو کارپوه سخي احمد پیمان وايي: «نړۍ دې افغانستان پر وړاندې سیاست باندې بیا کتنه وکړي، که اقتصادي بندیزونه لرې شي، خصوصي سکټور کولای شي، په خلاص لاس سره خپل فعالیتونه ډېر کړي.»
د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب میر وايي: «له دې حالته د وتلو لپاره هر اړخیزې او جدي اقتصادي برنامې جوړولو ته اړتیا ده.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو اړوند یو شمېر بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي بحران په تړاو اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان ویلي، افغانستان، میانمار او سریلانکا له بې مخینې اقتصادي بحران سره مخ دي.