Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناروې له افغانستان سره ۲۲ مېلیونه ډالره مرسته کوي

افغانستان ته د اروپايي ټولنې د مرستو په دوام، دا ځل ناروې اعلان کړی چې له افغانستان سره د ۲۲ مېلیونه ډالرو مرسته کوي.

په‌دې اړه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرسته به د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک له لارې د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره ولګول شي.

د خبرپاڼې په مخې، په افغانستان کې اقتصادي ننګونې بشري مرستو ته اړتیاوې ډېرې کړي او په‌دې منځ کې ښځې او ماشومان ډېر زیانمنونکي دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکن هویتفلډ وايي: «افغانان له سخت ژمي سره مخ دي او موږ ته نه ښايي چې، هېر یې کړو. ناروې ۲۲۰ کرونه ملګرو ملتونو او نړۍوال بانک ته برابروي، څو د لومړنیو مرستو د برابرولو په چارو کې د هغوی له هڅو ملاتړ وکړي. ناروې همداراز له هغو بنسټونو هم ملاتړ کوي چې، د بشري او د ښځو د حقونو لپاره کار کوي. د ناروې یوه پیسه به هم طالبان ته ورنه‌کړ شي.»

علي مرتضی د اتم ټولګي زده کوونکی دی، خو اقتصادي ننګونو اړ کړی چې په یوه ورکشاپ کې کار وکړي او خپلې کورنۍ ډوډۍ پیدا کړي. نوموړی په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «له دې ځایه چې پیسې وړم، د ښوونځي لګښت پرې پوره کوم او لږ یې کور کې هم ورکوم، خو ستونزې هم طبعاً ډېرې دي.»

له دې سره سم، یو شمېر کابل میشتي په راروان ژمي کې اقتصادي ننګونو ته اندېښمن دي.

د کابل اوسېدونکی شجاع معروف وايي: «مرستې نه‌دي توانېدلي چې د خلکو ستونز حل کړي. ورځ تر بلې، بې‌وزلي، فقر او ستونزې زیاتېږي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی میر سعدالدین زیاتوي: «که مرستې شوي له خلکو سره شوي، دروغ د ایمان تیاره ده، له ما سره نه‌دې شوي.»

له بل لوري د اسلامي امارت مسوولین وايي، نړۍوالې مرستې باید له اسلامي امارت سره په همغږۍ ولګول شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي په‌دې اړه زیاتوي: «له شک پرته چې زموږ د هېواد بنسټیزې ستونزې نه‌شي حلولای. د لنډ مهال لپاره ښايي ګټورې تمامې شي، خو په اساسي ډول زموږ د هېواد ستونزې نه‌شي حلولی.»

تر دې مخکې اروپايي ټولنې ویلي چې له افغانستان سره د ۷۵ میلیونه یورو مرسته کوي او دغه مرستې به هم د خوړو د مصونیت، د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو او د ژمنیو اړتیاو د پوره کولول لپاره ولګول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه