Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اقتصادي ستونزو پر ډېرېدو د سره صلیب نړیوالې کمېټې اندېښنه

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، د خوراکي توکو لوړې بيې د افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او د منځني اقتصاد لرونکې یوه کورنۍ يوازې د دوه اتيا سلنه خوراکي توکو د پیرلو توان لري.
د دې ادارې رییس له اسوشېټېډ پرېس سره په مرکه کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او پر بانکونو محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي ننګونو دوه مهم لاملونه ګڼي.
 د دغه بنسټ رییس زیاتوي، د جمهوریت تر سقوط وروسته، د مرستو د بندوېدو له امله، په افغانستان کې میلیونونه تنه له بې وزلۍ او لوږې سره مخ شوي دي.
د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د عملیاتي برخې رییس مارټين شوئپ وايي: «موږ ډیری افغانانو وینو چې مجبور دي، د خپلو کورونو وسایل وپلوري، څو ژوند تېر کړي او سونګ توکي وپېري. افغانان له دې سره همهاله د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو د بیو له لوړېدو سره هم مخ دي.»
د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې رییس وایي، د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو او د دغه هېواد پر بانکونو د لګول شويو بندیزونو له امله، افغانستان ته د مرستو رسول له ستونزو سره مخ شوي دي.
د اقتصادي چارو شنونکی میرشکیب وايي: «د افغانستان او نړیوالو بانکونو تر منځ د اړیکو پرې کېدل د دې لامل شوي چې د سوداګرۍ او مرستو په موخه افغانستان ته د پیسو د لېږد چاره له ستونزو سره مخ شي.»
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «اقتصادي ثبات کولای شو چې د بانکونو او په حقیقت کې د کانونو له لارې ټینګ کړو.»
بل خوا یو شمېر هټیوال وایي،چې د اقتصادي ستونزو له امله یې پېرېدونکي د تېرکال پرتله د پاموړ کم شوي دی.
هټیوال عبدالعلیم وايي: «بې‌روزګاري ډېره شوې، پېردونکي کم شوي، کار او پیسه چې نه‌وي، ښکاره خبره ده چې پېردونکي هم نه‌وي.»
یو بل هټیوال الماس وايي: «په ټولنه کې بې‌وزلي او ناچاري ډېره شوې، خلک له لومړنیو اړتیا پرته نور توکي نه پېري.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې پر اقتصادي ناورین اندېښنه څرګنده کړې وه. د دې بنسټ د راپور له مخي، په افغانستان کې ۲۴٫۴ تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه