Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډبرو سکرو د پلور په دولتي مرکزونو کې د ډبرو سکرو د وېشلو بهیر پیل

په هېواد کې د ډبرو د سکرو د بیو له لوړېدو وروسته، د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه کمېسیون څلور سوه زره ټنه د ډبرو سکاره په ټېټه بیه د کابل پر اوسېدونکو پلورلو ته ځانګړي کړل.

کابل ښاروالي وایي، چې د کابل په دوه ویشتو ناحیو کې په ټيټه بیه د ډبرو د سکرو پلور پېل شول چې یو ټن یې په نهه زره افغانۍ پلورل کېږي.
           
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی په دې هکله وايي:«هغه ځانګړی کمېسیون چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ و او ۴۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره یې په ځانګړې بڼه د کابل ښار ته ځانګړي کړل، د کابل ښاروالۍ هم د دغه کمېسیون یوه غړې ده او د کابل په ۲۲ ناحیو د وېش او څارنې چارې په غاړه لري، د کابل په ۲۲ ناحیو کې ۳۲ مرکزونه رامنځته شوي چې بارګیري یې تېره اوونۍ ترسره شوه.»

بل خوا د کابل د پنځلسمې ناحیې د ښاري خدماتو آمر محب الله محب له دغې ناحیې نه د ډبرو سکرو د پېرلو د مراحلو د ترسره کېدو په تړاو داسې وایي:«دا د وکیل سره وي او وکیل بیا د غوښتونکي نوم د ټکټ په دواړو خواوو لیکي او یوه کنده یې د ګذر له وکیل سره وي او بله یې هم چې ناحیې ته راغله او د وېشلو په هغه نوملړ کې چې موږ جوړ کړی دی دا نوملړ د وکیلانو له نوملړه جوړ شوی او له دې سره یې پرتله کوو کله چې دغه نوم مطابقت وکړ موږ دا تعیین وو.»

اجمل د ډبرو د سکرو یو پرېدونکی دی چې وایي، د اقتصادي ستونزو له امله په لوړه بیه د ډبرو د سکرو د پېرلو توان نه لري.
                
د کابل اوسېدونکی اجمل وايي:«مارکېټ ته راغلی یم او د ډبرو سکاره هم ډېر لوړ دي، دوی یې ټن ۱۶ زره وايي او اسلامي امارت په ټول کابل کې ۹ زره اعلان کړی او اوسني شرایط دا سې دي چې نه پیسې شته او هم د خلکو اقتصادي وضعیت ښه دی.»

بل خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د ډبرو د سکرو بیه نوره هم ټيټه کړي.
         
د کابل اوسېدونکي شریف الله وویل:«له اسلامي امارته هیله کوو چې د ډبرو سکرو بیه نوره هم ټیټه کړي دا به ډېر ښه وشي، نه پیسې شته او د خلکو وضعیت هم ډېر خراب دی.»
          
د کابل بل اوسېدونکی حمید الله هم وايي:«سکاره دې ارزان کړي د خلکو وس نه رسېږي، که چېرې اته زره هم شي بیا یې هم زور نه رسېږي د خلکو وضعیت خراب دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بازارونو کې د یو ټن سکرو بیه نږدې شپاړس زره افغانیو ته رسېدلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه