د پاکستان لومړي وزير د اقتصادي همکارۍ سازمان له مشرې سره په کتنه کې د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د دې سازمان د پروګرامونو د پراختيا هرکلى وکړ.
شهباز شریف وايي، د دې سازمان پراختیايي پلانونه باید د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره ونښلوي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي: «بهرنۍ پانګونې ته اړتیا ده، څو د اقتصادي همکاریو سازمان د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره ونښلول شي او دا وصلېدل به د سیمې د ټولو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لامل شي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي: «تمه داسې ده چې د ایکو سازمان فعاله واوسي او وکولای شي د سیمې په اقتصادي وده کې خپل رول ولوبوي.»
بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د اقتصادي همکاریو په سازمان کې د افغانستان رول ګټور ګڼي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «افغانستان اوس په ایکو کې ستر رول لوبوي، دا نقش له دې عبارت دی چې د ایکو ارامي او ناارامي، بریا او پاتې راتلل افغانستان پورې اړوند ده. افغانستان د نشهيي توکو، سویلي او منځنۍ اسیا د نښولولو مرکز دی.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې باور ده، چې د اقتصادي همکاریو سازمان د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا کې مهمه ونډه لري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «اغېزې لري، موږ د ایکو سوداګرۍ خونې غړيتوب لرو او له دوو کلونو راهیسي افغانستان د ایکو خونو ریاست پر غاړه درلود، خو اوس یې ایران پر غاړه لري.»
پاکستان، ایران او ترکیه د اقتصادي همکارۍ یا اېکو سازمان اصلي غړي دي او افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان په ۱۳۷۲ کال کې له اېکو سازمان سره یوځال شول.
په دې اړه مو اندونه