Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرانسپورټ وزارت: بهر ته د ډالرو قاچاق کابو صفر ته رسېدلی

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې د ډالرو قاچاق صفر ته نږدې شوی دی.

د دغه وزارت ویاند وايي، اوس‌مهال د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې د ډالرو قاچاق د پخوا پرتله کم شوی او صفر ته نږدې شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«د ډالرو قاچاق د هوايي ډګرونو له لارې تقریباً صفر ته نږدې شوی دی او داسې پېښې ډېرې کمې دي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت زیاتوي، مسافرو ته اجازه نه ورکوي، چې له پنځو زرو ډېر ډالر له هېواده بهر ته ولېږدوي.

ښاغلي احمدي وویل:«که چېرې یو شخص یا فامیل وي دوی پنځه زره ډالرو څخه د زیاتو پیسو لېږد حق نه لري او همداراز تر ۲۰۰ ګرامه پورې پاخه سره زر له ځان سره وړلی شي.»

په همدې حال کې د کابل د شهزاده سرای صرافانو ټولنې ویاند له افغانستانه د ډالرو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، اوس هم د ځمکې له لارې ایران او پاکستان ته ډالر قاچاق کېږي.

د کابل د شهزاده سرای صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک څرګندوي:«زموږ له هېواده اکثراً ډالر ایران، پاکستان او ګاونډیو هېوادونو ته ځي. دا ډالر هم د سوداګرۍ تر نوم لاندې ځي او هم قاچاق کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی دریا خان بهیر وايي:«د ډالرو قاچاق نورو هېوادونو ته په هېواد کې نه یوازې بهرني اسعار، بلکې داخلي اسعار خپل ارزښت له لاسه ورکوي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل څرګنده کړه:«څومره ډالر چې له افغانستانه وځي هغومره پانګونه په هېواد کې کمېږي او هم د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په مقابل کې کمېږي.»

افغانستان ته ډېری د اړتیا وړ توکي له بهرنیو هېوادونو را واردېږي او د دغو توکو ډېره برخه په ډالرو پېرل کېږي. د اقتصادي چارو کارپوهانو په باور له هېواده د ډالرو قاچاق د هېواد په اقتصاد بد اغېز کوي.

د کابل د شهزاده سرای صرافانو ټولنې ویاند له افغانستانه د ډالرو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، اوس هم د ځمکې له لارې ایران او پاکستان ته ډالر قاچاق کېږي.

تصویر بندانگشتی

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې د ډالرو قاچاق صفر ته نږدې شوی دی.

د دغه وزارت ویاند وايي، اوس‌مهال د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې د ډالرو قاچاق د پخوا پرتله کم شوی او صفر ته نږدې شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«د ډالرو قاچاق د هوايي ډګرونو له لارې تقریباً صفر ته نږدې شوی دی او داسې پېښې ډېرې کمې دي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت زیاتوي، مسافرو ته اجازه نه ورکوي، چې له پنځو زرو ډېر ډالر له هېواده بهر ته ولېږدوي.

ښاغلي احمدي وویل:«که چېرې یو شخص یا فامیل وي دوی پنځه زره ډالرو څخه د زیاتو پیسو لېږد حق نه لري او همداراز تر ۲۰۰ ګرامه پورې پاخه سره زر له ځان سره وړلی شي.»

په همدې حال کې د کابل د شهزاده سرای صرافانو ټولنې ویاند له افغانستانه د ډالرو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، اوس هم د ځمکې له لارې ایران او پاکستان ته ډالر قاچاق کېږي.

د کابل د شهزاده سرای صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک څرګندوي:«زموږ له هېواده اکثراً ډالر ایران، پاکستان او ګاونډیو هېوادونو ته ځي. دا ډالر هم د سوداګرۍ تر نوم لاندې ځي او هم قاچاق کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی دریا خان بهیر وايي:«د ډالرو قاچاق نورو هېوادونو ته په هېواد کې نه یوازې بهرني اسعار، بلکې داخلي اسعار خپل ارزښت له لاسه ورکوي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل څرګنده کړه:«څومره ډالر چې له افغانستانه وځي هغومره پانګونه په هېواد کې کمېږي او هم د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په مقابل کې کمېږي.»

افغانستان ته ډېری د اړتیا وړ توکي له بهرنیو هېوادونو را واردېږي او د دغو توکو ډېره برخه په ډالرو پېرل کېږي. د اقتصادي چارو کارپوهانو په باور له هېواده د ډالرو قاچاق د هېواد په اقتصاد بد اغېز کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه