Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د زغفرانو حاصلات زیات شوي

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي، په دغه ولایت کې د زعفرانو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د چارواکو په وینا، تېر کال ۱۵۰ کیلو ګرامه زعفرانو حاصلات راټول کړل شوي وو او سږکال ۲۵۰ کیلو ګرامو ته رسېدلی دی.
 
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شمس الدین خالد په دې هکله وویل:«تېر کال ۱۵۰ کیلو ګرامه زعفرانو حاصلات مو راټول کړي دي، سږکال به ۲۵۰ کیلوګرامه وي.»

په وروستیو کلونو کې، د هیواد په لوېدیځه حوزه کې د زعفرانو کښت زیات شوی او حاصلات یې له نړۍوال شهرته برخمن دي. اوس په شمال او په ځانګړې توګه بلخ کې هم د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته کړې ده.

په بلخ کې د زعفرانو ځينې پروسس کوونکي وایي چې د دغه ولایت هوا د زعفرانو د کښت لپاره مناسبه ده او حاصلات یې هم ډېر شوي دي.

د زعفرانو پروسس کوونکی سید زین الله عثماني وايي:«د زعفرانو کرل هم ویاړ دی او هم عاید لري او همدرانګه خلکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.»

د زعفرانو پروسس کوونکی اسدالله هم څرګندوي:«له دولته جلا زموږ غوښتنه دا ده چې د بلخ د زعفرانو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي چې د هرات له زعفرانو سره سیالي وکړو.»

په بلخ کې د زعفرانو د پروسس کوونکو د ټولنې عامل مدیر منیر شاه هم څرګندوي:«په بلخ کې د زعفرانو کښت ډېره ښه نتیجه ورکړې ده ښه حاصل یې هم ورکړی دی.»

د بلخ زعفرانو نه یوازې د پروسس کوونکو او سوداګرو لپاره، بلکې د ځينو ښځینه وو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

کارګره ملاله وايي:«له هغو کسانو چې په مشرتابه کې دي زموږ هیله دا ده چې ښځو ته دې د کار زمینه برابره کړي.»

بله کارګره رشیده هم څرګندوي:«که چېرې د کورنۍ ښځه او نر کار وکړي او عاید ولري ژوند ښه مخته ځي.»

دا مهال د بلخ په شپږو ولسوالیو کې د زعفرانو کښت کېږي. د شمېرو له مخې، تېر کال د دغه ولایت په ۸۰ هکټاره ځکمه کې رغفران کرل شوي، خو سږ کال په ۱۲۰ هکټاره ځمکه کې د زعفرانو کښت شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه