Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل د هوايي ډګر د تخنیکي برخو د ۷۰ سلنې بېرته فعالېدل

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت، د هوايي چلن د نړۍوالۍ ورځې په مناسبت غونډه کې وايي چې د کابل د هوايي ډګر د زیانمن شویو تخنیکي برخو اویا سلنه بېرته فعاله شوې ده.

دغه وزارت زیاتوي هغه برخې چې بېرته فعالې شوې دي د قطر د تخنیکي ډلې په همکارۍ بیارغول شوې دي.

د ټراسپورټ او هوايي چلن وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده وايي:«د هوايي چلن په برخه کې، د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت درې ستر تړونونه لاسلیک کړي دي او تړونونه په ښه به مخته وړل کېږي.»

د دغه وزارت د سرپرست د څرګندونو پر بنسټ، دم ګړۍ د کابل هوايي ډګره د ورځې څه باندې ۳۰ الوتنې کېږي.

ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت سرپرست غلام جیلاني وفا وايي چې د افغانستان له فضا د ورځې ۸۰ تر ۱۲۰ الوتنې کېږي؛ خو تراوسه هغه مرکزیت چې د ساحوي الوتنو تېرېدل کنټرول کړي، فعال نه دي.

ښاغلي وفا زیاته کړه:«له ۸۰ تر ۱۲۰ پورې الوتنې زموږ په فضا کې ګرځي، خو یوازینی کمښت چې لرو ځينې تجهیزات دي.»

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، اوس په هېواد کې ۲۶ هوايي ډګرونه فعال دي چې له دې منځه په پنځو هوايي ډګرونو کې نړۍوالې الوتنې کېږي.

بلخوا د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې اسلامي امارت هڅه کوي چې هوايي اروپايي هېوادونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې الوتنې هم فعالې کړي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي څرګندوي:«هڅه کوو چې ان شاالله له یو بل سره له دې ډېر هوايي دهلېزونه ولرو هڅه کوو اروپايي هېوادونو ته دهلیزونه پرانیزو، هڅه کوو چې ترکیې ته یې پرانیزو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند هم وايي:«موږ وتوانېدو چې د هوايي چلن، مالیې وزارتونو، په مرستې، په زرګونه ټنه توکي بهر ته واستوو، له چین سره هوايي دهلېز پرانیستل شو او د افغانانو په لاس د افغانستان جنس بهر ته واستول شو چې دا یوه ستره لاسته راوړنه ده.»
 
د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت په وینا، دم ګړۍ ایران، ازبیکستان، پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، چین، هند، قطر او کویټ ته په عادي توګه الوتنې ترسره کېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت سرپرست غلام جیلاني وفا وايي چې د افغانستان له فضا د ورځې ۸۰ تر ۱۲۰ الوتنې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه