Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امام اوبوحنیفه ملي او نړۍوال نندارتون کې د۱۷مېلیون ډالرو په ارزښت تړونونه

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د امام ابوحنیفه په ملي او نړۍوال نندارتون کې سوداګرو او متشبثینو د ۱۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي دي.

د دغې خونې مسوولينو د یاد نندارتون د ليدونکو شمېر ١٢٠ زره تنه اعلان کړی او زياته کړې يې ده چې سوداګرو، صنعتکارانو او متشبثينو د هېواد د کورنيو توليداتو د صادراتو په برخه کې له ايران، ترکيې او پاکستان سره ښه تړونونه لاسليک کړي دي.

د امام ابو حنیفه ملي او نړۍوال نندارتون د لیندۍ په ۱۰ پیل او نن پنجشنبې د لیندۍ په ۱۷مه پایته ورسېده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د دغه نندارتون ګډونوالو څه باندې ۳۵ مېلیونه افغانۍ خرڅلاو درلود.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«موږ له هېواده بهر ته د پیسو په لېږد کې ستونزه لرو. هیله لرو چې خصوصي بانکونه په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.»

له بل لوري د دغه نندارتون ګډونوالو له ایران، ترکیې او پاکستان سره د ۱۷ ميلیونه ډالرو په ارزښت سلا کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس شفیق الله عطایي وویل:«له ګاونډیو هېوادونو مو لیدونکي لرل، له ایران، پاکستان، او ترکیې څخه. دوی په دغه نندارتون کې حضور درلود. او د «بي ټو بي» په ورځو کې وو او همدارنګه د اوو ورځو په لړ کې زموږ له افغاني شرکتونو سره یې دلته غرفې لرلې، او ناستې لرلې.»  

د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هېواد کې د بانکي ستونزو پر حلېدو ټينګار کوي او زیاتوي چې، باید په بانکي چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی هم وايي:«د سوداګرۍ له خونې هیله لرو چې دا مرکز باید یو ملي نندارتون شي او په افغانستان کې هر څوک چې غواړي نندارتون جوړ کړي، باید دلته یې جوړ کړي.»

له دې سره سم، د دغه نندارتون ځينې ګډونوال د ورته نندارتونونو جوړېدل ګټور ګڼي او وايي چې، په دې نندارتون کې یې ځينې تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د شاداب ظفر د ودانیزې پروژې امر عنایت الله یوسفزی وايي:«زښته زیات ننداره چیان یې لرل. په زرګونه تنه راغلل، لیدنه یې وکړه. څه باندې ۶۰ او ۷۰ تنه متقاضي مو لرل.»

په دې نندارتون کې څه باندې ۷۰۰ بېلابېلو شرکتونو ګډون کړی او خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي وو. د دغه نندارتون په پای کې د ځینو فعالو شرکتونو ستاینه هم وشوه.

یو شمېر ګډونوال وايي، چې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه باید په بهر کې هم نندارتونونه جوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه