Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې «د ازادۍ» په نامه د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

په کابل ښار کې د ملي ګالرۍ او د سولې بڼ له لوري د ازادۍ په نامه د کورنیو لاسي صنایعو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې دغه نندارتون د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی او د هغه ډېری سوداګر ښځې دي.

د پروفېسور محمد میمنه ګي د هنرستان د ریاست امر محمد نادر ولي زاده په دې هکله وايي:«نن د لاسي صنایعو په هکله یو ځانګړی نندارتون لرو، دغو پېغلو چې کار کړی دی او کارونه یې دلته نندارې ته اېښودل شوی.»

د ملي ګالرۍ امره صابره رحماني هم څرګندوي:«د دوی لپاره باید همدا ډول پروګرامونه په پام کې ونیل شي چې مثلاً هنري او کلتوري پروګرامونه زیات شي او چارواکي باید په دې هکله پاملرنه وکړي.»
 
 ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل کولای شي د اقتصاد په وده او د هېواد د اصیل کلتور د دودېدو په برخو کې اغېزناک وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي سعدالدین سعید وویل:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دا ډول پروګرامونو له جوړېدو او د هېواد له اصیل دود څخه ملاتړ کوي.»

د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوال د ورته نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه لري.

ګډونوال بشیر وايي:«زموږ غوښتنه همدا ده چې دغه نندارتونونه زیات کړي ځکه ډېر خلک دي چې کار کوي؛ خو نه شي کولای چې خپل کار بازار ته عرضه کړي.»

سارا ننداره کوونکې څرګندوي:«له دې لارې کولای شو خپلې لاسي صنایعې وپلورو.»

دغه نندارتون کې چې شلو سوداګرو خپل محصولات نندارې ته اېښي دي د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل کولای شي د اقتصاد په وده او د هېواد د اصیل کلتور د دودېدو په برخو کې اغېزناک وي.

تصویر بندانگشتی

په کابل ښار کې د ملي ګالرۍ او د سولې بڼ له لوري د ازادۍ په نامه د کورنیو لاسي صنایعو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې دغه نندارتون د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی او د هغه ډېری سوداګر ښځې دي.

د پروفېسور محمد میمنه ګي د هنرستان د ریاست امر محمد نادر ولي زاده په دې هکله وايي:«نن د لاسي صنایعو په هکله یو ځانګړی نندارتون لرو، دغو پېغلو چې کار کړی دی او کارونه یې دلته نندارې ته اېښودل شوی.»

د ملي ګالرۍ امره صابره رحماني هم څرګندوي:«د دوی لپاره باید همدا ډول پروګرامونه په پام کې ونیل شي چې مثلاً هنري او کلتوري پروګرامونه زیات شي او چارواکي باید په دې هکله پاملرنه وکړي.»
 
 ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل کولای شي د اقتصاد په وده او د هېواد د اصیل کلتور د دودېدو په برخو کې اغېزناک وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي سعدالدین سعید وویل:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دا ډول پروګرامونو له جوړېدو او د هېواد له اصیل دود څخه ملاتړ کوي.»

د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوال د ورته نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه لري.

ګډونوال بشیر وايي:«زموږ غوښتنه همدا ده چې دغه نندارتونونه زیات کړي ځکه ډېر خلک دي چې کار کوي؛ خو نه شي کولای چې خپل کار بازار ته عرضه کړي.»

سارا ننداره کوونکې څرګندوي:«له دې لارې کولای شو خپلې لاسي صنایعې وپلورو.»

دغه نندارتون کې چې شلو سوداګرو خپل محصولات نندارې ته اېښي دي د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه