Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې اوسېدونکي د سبزیو په ځانګړې توګه د پیازو له لوړې بیې شکایت لري

د پلازمېنې یو ډېر شمېر اوسېدونکي، په کابل کې د سبزیو په ځانګړې توګه د بیازو د بیې له لوړوالي شکایت لري.

دوی وايي چې له دوو میاشتو راهیسې د کابل په بازارونو کې د پیازو بیه په بې مخینې توګه لوړه شوې ده.

د کابل د اوسېدونکو په وینا، دمګړۍ په بازار کې د یو من پیازو بیه ۴۰۰ افغانۍ ده او ډېری هېوادوال یې د پېرلو وس نه لري.

د کابل اوسېدونکی اجمل وویل:«د رومي بیه خو ټیټه شوه، خو د پیازو بیه په خپل ځای ده لکه د وریجو، غوړو او غنمو بیه چې په خپل ځایه دی، د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی.»

د کابل بل اوسېدونکی غلام یحی هم څرګندوي:«په دغو شرایطو کې چې د خلکو وضعیت ډېر خراب دی، په ټول کې تاسې د افغانستان خلک وینئ چې کارو بار هم نشته باید همکاري وشي.»

له بل لوري د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولان په بازارونو کې د پیازو د بیو د ختلو یو لامل بهر ته یې صادرات بولي.

د دغې خونې مرستیال زیاتوي، د پیازو د بیې له لوړېدو د مخنیوي لپاره ګمرکي تعرفې راکمې شوې دي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال میرویس حاجي زاده وايي:«موږ باید د خپلو صادراتو توازن ته متوجه واوسو چې په کومه کچه صادارت ولرو، صادارت چې له حده ووځي طبعاً چې قیمتي راځي ځکه دلته تقاضا ډېره ده او عرضه شتون نه لري.»

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په موخه د ګمرکي تعرفو د راکمېدو غوښتنه لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند څرګندوي:«د نړۍ ټول هېوادونه چې په پرمختګ کې دي او کارو بار یې ارزانه دی، د هغوی ګمرکي تعرفې ډېرې مناسبې دي او موږ هم غواړو چې زموږ تعرفې مناسبې او کارو بار مو زیات شي.»

یو شمېر سوداګر په هېواد کې د سبزیجاتو او مېوو د ساتنې لپاره د معیاري سړوخونو له نشتوالي شکایت لري او په وینا یې که چېرې سړې خونې وي؛ نو په بازارونو کې به د سبزیجاتو او مېوو بیې ثابت پاتې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه