Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنا: له دولتي بنسټونو څه باندې یو مېلیارد افغانۍ پور راټول کړای شوی

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې په څه کم شپږو میاشتو کې یې د دغه شرکت څه باندې یو مېلیارد افغانۍ پورونه له دولتي ادارو او څه باندې اویا مېلیونه افغانۍ پورونه له سیاستوالو او د مخکیني حکومت له چارواکو راټول کړي دي.

 د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي چې د دغو پورونو له راټولولو سره توانېدلي، چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو برېښنا وپېري.

ښاغلي میوندي څرګنده کړه:«د دې ترڅنګ، موږ هغه پخواني سیاسیون او یا زورواکي چې وو له هغوی څخه له اویا تر پنځه اویا مېلیونه افغانۍ قرضدارۍ راټولې کړې دي.»

د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب هم وايي:«په دغو سیمو کې د مخکې ورکړې میټرونه ولګول شي او له مالیې وزارت سره هوکړه وشي چې دولتي بنسټونه باید خپل د برېښنا بل د مالیې وزارت له لارې پرې کړي.»

بل خوا، د کابل د کانونو او صنایعو خونه وایي، په داسې حال کې چې ډېری فابریکه لرونکو د برېښنا شرکت پیسې ورکړې دي، خو کافي برېښنا نه ورکول کېږي او د فابریکو د تولیداتو کچه راکمه شوې ده.

د کابل د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«په صنعتي پارکونو کې په ځانګړې توګه په کابل کې د برېښنا وضعیت په نارمل حالت کې نه دی او دغې چارې د کارخونو چارې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په کابل کې د برېښنا پرچاوي په بې ساري توګه زیاته شوې ده.

د کابل اوسېدونکی آرش وايي:«د هغوی پورونه چې ورکړل نو خلکو ته دې یو خدمت وکړي، برېښنا دې ورکړي د برېښنا بل یې راځي هغه هم د پخوا په کچه راځي خو برېښنا یې درک نه لري.»

د کابل اوسېدونکی سعید هم وویل:«زموږ برېښنا خو هېڅ نشته په ۲۴ ساعتونو کې د شپې ۱۱ بجې راځي او د شپې ۱ بجه بېرته ځي.»

د کابل اوسېدونکی احمد شهیم هم زیاتوي:«خلکو ته دې سمه برېښنا برابره کړي چې په یوه ورځ کې لږ تر لږه ۱۲ ساعته برېښنا خلکو ته دې ورکړي بیا د خلکو یو څه ستونزې حل کېږي.»

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ټوېټر پر پرڼه لیکلي دي، چې د برېښنا د پرچاویو د ستونزې د حل لپاره د دغه وزارت سیاسي معین د افغانستان لپاره د ازبیکستان له ځانګړي استازي سره د برېښنا د وارداتو د زیاتوالي په تړاو خبرې کړې دي.

افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایرانه برېښنا واردوي او تر اوسه له کورنیو سرچینو د برېښنا تولید د هېواد اړتیا نه ده پوره کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه