Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تسویه نړۍوال بانک کې د افغانستان شتمنیو څه باندې ۸ مېلیونه ډالره ګټه کړې

په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق غړی شاه محمد محرابي وايي چې د افغانستان ۳.۵ مېلیارد ډالره شتمني چې د تسویه نړۍوال بانک ته لېږدول شوې، تراوسه یې څه باندې اته مېلیونه ډالره ګټه کړې ده.

د افغانستان د اماني صندوق دغه غړی وايي، لا تر اوسه د دغو پیسو د مصرف د څرنګوالي په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې.

ښاغلي محرابي وویل:«د ۲۰۲۲ کال د نومبر له اوومې راهیسې چې، پیسې سویس ته لېږدول شوي د افغانستان دغې شتمنۍ څه باندې ۸ مېلیونه ډالره ګټه کړې؛ خو لاتر اوسه د دغو پیسو د مصرف په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې.»

نوموړی زیاتوي، تر دې مخکې د افغانستان ۳.۵ مېلیارده شتمنیو ۳۶ مېلیونه ډالره ګټه کړې وه.

د افغانستان د اماني صندوق غړي زیاته کړه:«د افغانستان له شتمنیو ۳ اعشاریه ۵ مېلیارده ډالره او ورسره ۳۶ مېلیونه ډالره ګټه د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر اوومې د نړۍوالو حسابونو د تسویې بانک ته لېږدول شوي او ۳۶ مېلیونه ډالره هغه پیسې دي چې، مخکې له لېږدولو یې ګټه کړې وه.» 

د اقتصادي چارو ځینې شنوونکي وايي، د افغانستان شتمنۍ باید په راڼه ډول راټولې شي او د هغې د ګټې په تړاو د راپور ورکړې په موخه یو نړۍوال بنسټ وګومارل شي.

د مالي او بانکي مسایلو کارپوه سیر قریشي وايي:«د افغانستان د دغو اسعاري زېرمو او د کټو په برخه کې یې هر ربع دوی خپل راپور خپور کړي.»

له بل لوري اقتصاد وزارت ووايي، د افغانستان شتمنۍ باید د سرپرست حکومت په واک کې ورکړ شي.

د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«د افغانستان د خلکو شتمني او همدارنګه د دغو ۳/۵ مېلیارده ډالرو ګټه د اسلامي امارت په واک کې ورکړل شي.»

د ویلو ده چې، د امریکا مالیې وزارت له خپلو نړۍوالو شریکانو سره یو ځای د افغانستان د ۳ اعشاریه ۵ مېلیارده ډالرو شتمنیو د ساتنې لپاره په سویس کې د ساتنې یو صندوق جوړ کړ.

انوار الحق احدي، شاه محمد محرابي، په سویس کې د امریکا سفیر او د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو استازی د دغه صندوق د معتمدانو پلاوی دی او ټاکل شوې له ناروې او یا هم له اروپايي ټولنې یو استازی د دغه صندوق د پلاوي غړی شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه