Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ازبیکستان سره په پوله د ګډ بازار د لومړنۍ برخې پرانیسته

د افغانستان او ازبیکستان په پوله د نړۍوال سوداګریز مرکز لومړنۍ برخه ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.

د دغه سوداګریز مرکز مسوول بختیار روزي اوف وايي چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ دغه ګډ بازار، د دواړو هېوادونو د سووداګرو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شوی دی.
 
په دغه مرکز کې تر څلورو زرو زیاتې هټۍ، یو لوی طبي مرکز، رسټورانټونه او د تولید او لوژسټيک لپاره جلا انګړ په پام کې نیول شوی چې اوس یې هټيو فعالیت پېل کړی دی.

ویل کېږي چې د دغه مزکر د ټولو برخو د کار په بشپړېدو سره، افغانان کولای شي چې له وېزې پرته دغه بازار ته ولاړ شي او تر لسو ورځو مېشت شي.
   
د ترمز د نړۍوال سوداګریز مرکز د پروژې مسوول بختیار روزي ‌اوف وویل:«پر دې لویه پروژه ۷۵ مېلیون ډالره پانګونه شوې ده. په دغه مرکز کې پر طبي مرکزونو او مېلمستونونو سربېره، یو لوی سوداګریز مرکز جوړ شوی دی، چې د افغانستان او ازبیکستان خلکو ته د پانګونې اسانتیاوې رامنځته کوي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه تر پخوا زیاته شي.»

ښاغلی روزي اوف دغه راز وایي، چې اوس مهال د دغه مرکز لومړی پړاو ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او دویم پړاو به یې د ۲۰۲۳ کال تر لومړیو درېیو میاشتو د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو پرمخ پرانیستل شي.

بل خوا، یو افغان سوداګر په ترمز ښار کې د دغه بازار جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره مهم بولي.
   
سوداګر نظیراحمد قونغیرات په دې هکله وویل:«د ازبیکستان او افغانستان ګډ بازار ان شاالله د بشپړېدو په حال کې دی او ډېر ژر به پرانیستل شي او دغه ګډ بازار د دواړو دولتونو لپاره یو ښه ګام دی.»
    
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند څرګنده کړه:«د افغانستان تولیدات چې هر بازار ته ولاړ شي او ښه باز ولري د افغانستان په ګټه دی او افغانستان هم هڅه کوي چې زموږ په خاوره کې یو ګډ بازار ولري.»
 
د ازبیکستان د ځينو چارواکو د معلوماتو له مخې، څه باندې لس زره افغانان په ازبیکستان کې استوګنه لري او ډيری یې پر سوداګریزو فعالیتونو بوخت دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي هر بازار ته د افغانستان د تولیداتو لار موندل د هېواد د اقتصاد په ګټه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه