Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راپور: افغانستان کې له ۶٫۵ مېلیونو ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ دي

د ماشومانو د ساتنې سازمان وايي، په افغانستان کې تر شپږ مېلیونو ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ دي.

د دې بنسټ په وینا، دغه ارقام په ۲۰۱۹ م کال کې دوه میلیونه تنه و.

راپور کې راغلي د افغانستان په شمول د نړۍ اوه هیوادونو کې لوږه اوه پنځوس سلنه لوړه شوې.

د دې سازمان د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د خوړو د مصونیت په تړاو راپور د دې ښکارندويي کوي چې، د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان، د مرکزي آفریقا په جمهوري، کانګو، هایتي، سومالیا، سویلي سوډان، سوډان او یمن کې یو زیات شمېر خلک د لوږې له بیلابیلو پړاونو سره مخ دي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د کار نشتوالی په هېواد کې د بې وزلۍ د ډېرېدو اصلي لامل ګڼي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکی محمد ظریف وايي: «یو کال شو چې خلکو ته هېڅ کار نه پیدا کېږي، د سهار له شپږ نه د ماښام تر اووه بجو پورې په حاجي یعقوب څلورلارې کې یوو، ان د غرمې ډوډۍ هم نه خورو.»

د کابل اوسېدونکی محمد صادق زیاتوي: «په کور کې دولس کسان یوو، خپله کارګر یم، د ورځې که دوه سوه یا دوه نیم سوه کار پیدا شي کوم یې که‌نه، هېڅ کار نه‌شته.»

له بل لوري د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، په هېواد کې د فقر د لمنځه وړولو لپاره اړتیا ده چې، د بنسټریزو پروژو پر چارو کار پیل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب میر وايي: «په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د ختمولو لپاره باید د کرنې، پانګونې او همداراز د خلکو د زیان رسونې د خطرونو کمولو په اړه باید تمرکز وشي.»

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشی زیاتوي: «په افغانستان کې د لنډ مهال لپاره د بې‌وزلۍ د ختمولو لپاره د ملګرو ملتونو، نورو سازمانونو او حاکم رژيم د بشري مرستو ته اړتیا ده.»

تر دې مخکې د مګلرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې ویلي چې، په افغانستان کې په بد اقتصادي وضعیت سره د خلکو عواید کم شوي او ورسره بېکاري زیاته شوې او همداراز د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله خلک خپل ۷۱ سلنه عواید د خوراکي توکو پر رانیولو لګوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه