د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۱۲ د افغانستان د اووه مېلیارډ کنګل شویو شتمنیو د ازادونې په تړاو یو فرمان صادر کړ.
په دې فرمان سره ۳٫۵ مېلیارډ ډالره افغانستان ته د بشري مرستو او پاتې نور یې د سپټمبر د یولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړل شوې.
سره له دې چې، دغه فرمان د امریکا د محکمې پرېکړې ته هم اړتیا درلوده، خو د جوبایډن دغه پرېکړه له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني وايي: «د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ځانګړي کول یا له غیر مرتبطو موخو لپاره یې ځانګړي کول غیر عادلانه ده او په هېڅ صورت د منلو نهده چې د افغانستان شتمنۍ د غرامت یا بشري مرستو په نوم نورو ته ورکړل شي.»
پهدې اړه د چین د بهرنیو چارو وزات ویاند مایو نینګ د ۱۴۰۱ د وږي په ۲۵مه ویلي: «د افغانستان بانک هغه شتمنۍ چې د امریکا له لوري کنګل شوي د افغانستان ملي شتمنۍ او د افغان ولس ژغورونکې پيسې دي. چین له امریکا غواړي چې د افغانستان بانک شتمنۍ په بشپړه توګه ازادې کړي.»
په هغه وخت کې چې د افغانستان د شتمنیو یوه برخه د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شوې؛ نو په غبرګون کې یې یو شمېر افغانانو په بېلابېلو ولایتونو کې لاریونونه وکړل.
د افغانستان خصوصي سکټور او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو هم د امریکا پر دې پرېکړې نیوکې وکړې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پهدې تړاو وویل: «د افغانستان خلک د تروریزم قرباني دي او څوک قرباني ته جزا نه ورکوي.»
له یادې پرېکړې اووه میاشتې وروسته د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې امریکا د افغانستان د ۳٫۵ مېلیارډ ډالرو شتمنیو د ساتنې لپاره په سویس کې د ساتنې یو صندوق جوړ کړ.
د افغانستان بانک د تفتیش رييس شاه محمد محرابي، د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي، په سویس کې د امریکا سفیر او د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو استازی د دغه صندوق د بورډ د پلاوي د غړو په توګه وټاکل شول او داسې پتېیل کېږي چې د اروپايي ټولنې او یا هم د ناروې یوه استازي ته هم پهدې بورډ کې ځای ورکړل شي.
د افغانستان بانک د تفتیش رييس شاه محمد محرابي د لېندۍ په لومړۍ وویل: «په سویس کې جوړ شوی صندوق به د افغانستان له شتمنیو ۳ اعشاریه ۵ مېلیارد ډالره یې چې د افغان ولس اړوند دي، وساتي. له افغان ولس سره د مرستو او د نرخونو د ثبات لپاره چې خلک د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو وس ومومي، ترې استفاده وشي.»
په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې په موخه د یوه صندوق له جوړېدو وروسته امریکا ځینو نړۍوالو شرکتونو ته د دې اجازه ورکړه چې، نوې افغانۍ چاپ کړي او په ترڅ کې یې یوه فرانسوي او یوه پولنډي شرکت نوې افغانۍ چاپ کړې او د دغو نویو چاپ شویو افغانیو لومړنۍ بسته د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر نهمه هېواد ته راولېږدول شول.
د افغانستان بانک د تفتیش رييس شاه محمد محرابي د لېندۍ په ۲۲مه وویل: «د پولنډي شرکت له لوري نوې چاپ شوې پیسې به د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته راولېږدول شي. له فرانسوي شرکت سره د شوې هوکړې له مخې به د نویو چاپ شویو افغانیو نیمايي به یې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت او نیمې نورې به یې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې افغانستان ته ولېږدول شي.»
له دې سره سم، نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره د خپلو مرستو بهیر ته دوام ورکړ، خو د دغو مرستو کچه د تېرو کلونو پرتله څو برابره کمه وه.
د افغانستان بانک په رسمي ټویټر پاڼه کې د خپرو شویو شمېر له مخې، نړۍوالې ټولنې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل له اولسمې تر ډسمبر میاشتې پورې څه باندې یو میلیارد ډالره نغدې پیسې افغانستان ته رالېږلي دي.
د افغانستان بانک په وینا، له یوه کال راهیسې شاوخوا ۱٫۷ مېلیونه ډالره نغدې پیسې له افغانستان سره مرستې شوې دي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي «سیګر» پهخپل یوه راپور کې د ۱۴۰۱ کال د لړم ۱۲مه لیکلي: «سیګر په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره نه شي کولی چې پهخپل دې درې میاشتني راپور کې کانګرس او د امریکا خلکو ته په افغانستان کې د امریکا د حکومت د لګښتونو کره شمېر وړاندې کړي؛ ځکه امریکايي بنسټونو ورسره همکاري نهده کړې.»
په تېر زېږیز کال کې د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د کلدار او تومان پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ښه وو، خو په ۲۰۲۲ کال کې پر بانکونو محدودیتونه د سوداګرو، پانګهوالو او صنعتکارانو جدي ستونزې وې چې لا هم پهدې وضعیت کې څه بدلون نهدی راغلی.
په دې اړه مو اندونه