Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلام اباد له خوا د افغانستان په ټرانزیټي توکو بندیز

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، چې پاکستان د افغانستان پر ټرانزیټي توکي نوي محدودیتونه لګولي دي او سوداګر له کراچۍ بندر نه خپل توکي په اسانۍ سره نه شي لېږدولای.
 
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس نقیب الله صافی وايي:«ستونزه په اینوایس کې ده او د پاکستان حکومت د ډیرونو، برقي سامان الاتو، درملو، غوړو او بورې باندې اینوایس له ۳۰۰ تر ۶۰۰ زیاتوالی راوستی دی.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«دغه کار په نړۍوالو اصولو کې مطابقت نه لري هېڅوک حق نه لري چې له موږ انوایس واخلي.»

بل خوا، د سود اګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې پاکستان په کال کې دوه میلیون ټنه تازه میوه او خوراکي توکي د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدوي او نوی محدودیتونه به د دواړو هېوادونو ټرانزیټ او راکړې ورکړې ته زیان ورسوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«له منځنۍ اسیا ګاز، تېل واروو او همدارنګه پنبه وارد وو او اوسپنیز توکي لېږدوو په خپله زیان کوي او منځنۍ اسیا زیان کوي.»

اخوا، د صنعت او سود اګرۍ وزارت ډاډ ورکوي، چې د اسلامي امارت استازي د دې ستونزې د حل لپاره اسلام اباد ته تللي دي.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزات ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«زموږ پر سوداګرۍ او خصوصي سکټور فشار مه راوړئ له هغې پرته موږ اړ کېږو چې په بدیلو لارو فکر وکړو. او ان شاالله موږ هڅه کوو زموږ استازي تللي چې ورسره خبرې وکړي او دا ستونزه حل شي.»

افغانستان له چین، مالیزیا، اندونیزیا هند او اروپايي هېوادونه نه خپل توکي د کراچۍ بندر له لارې واردوي او اسلام اباد په ځلونو له دغه بندر نه د افغانستان د توکو د ټرانزيټ پروړاندې ستونزې راوړلاړې کړې دي.
 
د صنعت او سود اګرۍ وزارت ډاډ ورکوي، چې د اسلامي امارت استازي د دې ستونزې د حل لپاره اسلام اباد ته تللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه