Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بهرنیو هېوادونو ته د هېواد ۵ زره ټنه جلغوزې صادرې شوې دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په تېرو نهو میاشتو کې څه باندې پنځه زره ټنه جلغوزي له هېواده بهر ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ له دغې لارې ۵۳ مېلیونه ډالره ترلاسه شوي او تر ټولو ډېرې جلغوزې د هوايي دهلیز له لارې چین ته صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندازه عبدالسلام جواد وویل:«کابو ۲۲۰۰ ټنه جلغوزې چین هېواد ته صادر شوي دي چې ۷۰۰ ټنه یې د هوايي دهلیز له لارې او ازبیکستان او وروسته چین ته صادر شوي دي.»

بل خوا، د جلغوزو یو شمېر پلورونکي وایي، چې د افغانستان دغه محصول د نړۍ په بازارونو کې خورا ډېر ښه بازار لري او سږکال د هوایي دهلیز د فعالیت بېرته پېلېدو د جلغوزو صادرات زیات کړي دي.

سوداګر محبوب الله محمدي وايي:«جلغوزې زموږ د هېواد تر ټولو سترو صادراتي توکو برخه ده او د نړۍ په بازارونو کې زموږ د هېواد تر ټولو ډېر غوښتوونکی محصول دی.»

بل خوا، د اقتصادي چارو یو شنونکی په دې باور دی، چې افغانستان د نړۍ بازارونو ته د جلغوزو د صادراتو په زیاتېدو سره ډېر عاید ترلاسه کولای شي.

د اقتصادي چارو شنونکی آزرخش حافظي څرګندوي:«که چېرې جلغوزې مستقیماً له افغانستانه صادر شي عاید یې کابو ۲۰۰ تر ۲۲۰ مېلیون ډالرو حتا تر ۳۰۰ مېلیونو ډالرو پورې رسېږي.»

د جلغوزو د اتحادیې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د جلغوزو حاصلات په کال کې څه باندې لس زره ټنو ته رسېږي، چې ډېری یې له خوست او پکتیا ولایتونو ترلاسه کېږي.

د جلغوزو ځينې سوداګر وايي چې د نړۍ په بازارونو کې د جغلوزو د پېرلو غوښتنې زیاتې شوې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه