Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو د کابو کولو لپاره د امریکا هڅې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هېواد یې د افغانستان د ستر مرسته کوونکي په توګه هڅه کوي چې په دغې هېواد کې د وضعیت خرابېدو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي د اسلامي امارت هغه پرېکړه چې، په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي بنسټونو کې ښځې له کاره منعه شوي، د هغو مېلیونونه افغانانو ژوند چې پر بشري مرستو تکیه دي، له ګواښ سره مخ کړي.

ښاغلي پرانیس په یوې خبري ناسته کې زیاته کړه، ښځې په نړۍ کې د بشري مرستو د برابرولو بهیر په چورلیز کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:«لاتر اوسه په افغانستان کې یوازې ښځو زیانمنونکو کسانو ته رسېدنه کړې ده. ښځې باید په غیر دولتي بنسټونو کې کار وکړي؛ څو ورسره مېلیونونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوړو، درملو او ژمني وسایل ترلاسه کړي.»

اقتصاد وزارت وايي، په دغه وزارت کې څه باندې ۲۵۰۰ کورنۍ او بهرنۍ موسسې ثبت دي او له دې منځه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۷۶ بهرنیو موسسو له خپلو فعالیتونو اقتصاد وزارت ته راپور ورکړی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب حرګندوي:«په ټول کې ۲۵۶۵ غیر دولتي موسسې چې ۲۷۲یې بهرنۍ او ۲۲۹۳ یې کورنۍ موسسې دي، په اقتصاد وزارت کې ثبت شوې دي. په ۲۰۲۲ کال کې په ټول کې ۶۱۶ غیر دولتي موسسو اقتصاد وزارت ته د خپلو فعالیتونو راپور وکړی دی چې له هغې ډلې ۱۷۶ یې بهرنۍ او ۴۴۱ یې کورنۍ دي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، په اوسنیو شرایطو کې یو زیات شمېر هېوادوال نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې په افغانستان کې د مرستندویانو د چارو په درېدو سره به اقتصادي ستونزو څو برابره شي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي وايي:«له بده مرغه په خپله په ناڅاپي توګه د مرستو بندېدل، د عمومي لګښتونو، او په ټولیزه توګه د کورنیو د عاید کموالي او د لګښت د کموالي لامل شو.»

د اقتصادي چارو بل شنوونکی دریا خان بهیر هم څرګندوي:«د افغانستان خلک د نړۍوالې ټولنې مرستو ته په شدت سره اړتیا لري او د مرستو په رسونه کې چې هر خنډ رامنځته شي له یوې خوا د دندو او د عاید د کموالي لامل کېږي او له بل پلوه د کورنیو او هېواد اقتصاد ته شدید زیان رسوي.»

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال ویلي چې، په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسساتو کې د ښځو د کارونو د منعه کېدو په تړاو به د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی چارواکی په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.

د آمریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي د اسلامي امارت هغه پرېکړه چې، په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي بنسټونو کې ښځې له کاره منعه شوي، د هغو میلیونونه افغانانو ژوند چې پر بشري مرستو تکیه دي، له ګواښ سره مخ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه