Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چین له CPEIC شرکت سره د امو سیند د تېلو د استخراج تړون لاسلیکېدل

نن پنج‌شنبه د کانونو او پټرولېم وزارت او د چین OPEIC شرکت تر منځ د امو سیند حوزې د تېلو د استخراج تړون لاسلیک شو.

د دې وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي، د دې تړون له مخې به د ۴۵۰۰ کېلو مترمربع سیمو څخه چې د شمال درې ولایتونه سرپل، جوزجان او فاریاب په کې راځي، د تېلو استخراج کېږي.

په‌ همدې اړه په کابل جوړو شویو مراسمو ته ښاغلي دلاور وویل: «په درې کلونو کې د دوی د اکتشاف وخت دی، په درې کلونو کې به دوی ۵۴۰ مېلیونه ډالره سرمایه‌ګذري کوي. په اول کال کې به ۱۵۰ مېلیونه ډالره او په درې کلونو کې ۵۴۰ مېلیونه ډالره.»

ورته مهال د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له چین غواړي د نړیوالو معیارونو سره سم تېل استخراج کړي.

ملا عبدالغني برادر وايي: «له قراردادي شرکت څخه مو غوښتنه دا ده چې د قشقرې له څا‌ه‌ګانو څخه د نفتو د استخراج چارې د نړیوالو معیارونو سره سم پر مخ بوځي، همدارانګه له قراردادي شرکت څخه غواړو چې د سرپل ولایت خلکو ته اجتماعي خدماتو په وړاندې کولو کې پوره اخلاص وکړي.»

له بل لوري په کابل کې د چین سفیر وايي، د دې پروژې د بریالي کېدو لپاره دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.

په کابل کې د چین سفیر وانگ یوو زیاتوي: «دواړه لوري باید له نږدې همکاري ولري، څو دغه پروژه د چین او افغانستان د همکاریو پر یوې بریالۍ الګو بدله شي. دغه کار به په افغانستان کې د پانګونې لپاره باور جوړونه هم وکړي.»

د دې تړون له مخې به اسلامي امارت ۲۰ فیصده شریک وي چې دا سهم او اندازه به تر ۷۵ فیصده پورې پورته کېږي او د دې تړون ټوله موده به ۲۵ کاله وي.

په دې پروژه کې ۳۰۰۰ افغانانو ته کار پيدا کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه