Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیې ته د اوبو او انرژۍ سرپرست سفر

افغانستان ته د ازبېکستان د وارداتي برېښنا د قرارداد له تمدیدېدو وروسته، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه پلاوی به له تاجیکستاني چارواکو سره د وارداتي برېښنا د قرارداد د غځولو په تړاو له خبرو سربېره د افغانستان د برېښنا د تولید د پراختیا په اړه له ترکیې چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رييس غلام جیلاني حق پرست وویل:«هغوی به په دغه سفر کې د تاجیکستان د برېښنا له چارواکو سره د افغانستان لپاره د تاجیکستان د وارداتي برېښنا د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړي.»

د کابل د کانونو او صنایعو خونه له اسلامي امارته غواړي چې، له تاجیکستانه د وارداتي برېښنا د قرارداد له غځولو سربېره له کورنیو سرچینو د برېښنا برابرولو ته هم پام وکړي.

د کابل د کانونو او صنایعو خونې اجراییه رييس محمد کریم عظیمي وايي:«هیله لرو چې دا ځل د نویو مذاکراتو په لړ کې، له دوست تاجیکستان هېواد سره د جدي مذاکراتو په لړ کې د افغانستان د وارداتي برېښنا کچه زیاته شي.»

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رييس امان الله غالب هم څرګنده کړه:«هڅه کوي چې د کاسا زر پروژه باید بشپړه شي ځکه پروژه تر ډېره په خپله تاجیکستان، پاکستان او قرقیزستان کې بشپړه ده، یوازینی هېواد چې کار یې درېدلی افغانستان دی.»

هر کال د ژمي په موسم کې په کابل کې د برېښنا پرچاوي ډېرېږي او کابل میشتي ډېری وخت برېښنا نه لري.

د ویلو ده چې، افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری بریښنا له منځنۍ آسیا او ایرانه راواردوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه