Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت راټیټېدل

د شهزاده سرا د صرافانو ټولنه وایي، چې له دوو ورځو راهیسې د نورو اسعارو په تېره بیا د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټیت شوی دی.

د دغې ټولنې ویاند زیاتوي چې د بشرپاله مرستو د ځندولو په هکله تبلیغاتو د نورو اسعارو په وړاندې د افغانۍ په ارزښت ناوړه اغېزه کړې ده.

دغه ټولنه وايي چې مرکزي بانک یا د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د ښه والي په پار، نن اولس مېلیونه ډالره په بازار کې لیلام کړل. 

د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن ځيرک وايي:«له دوه ورځو راهیسې منفي تبلیغات چې هغه په دې معنا وو چې ګواکې په دوو یا درې اوونیو کې بشري مرستې او د ډالرو بستې نه دي راغلي لږ پر مارکېټ منفي اغېز کړی دی او تېره ورځ د افغانستان بانک د مداخلې په بنسټ افغانیو خپل اصلی ځای پیدا کړی دی.»

د افغانۍ د ارزښت په ټېټېدو سره د خوراکي توکو بیه هم لوړه شوې ده.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې اقتصادي حالت یې خراب دی او په لوړه بیه د خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري.

پلورونکی محمد یاسین وايي:«یوه بوجۍ وریجې کابو ۲۰۰ افغانۍ لوړې شوې دي اوړه نه دي لوړ شوي یو ډالر ۹۰روپۍ او ۵۰ پوله دي.»

د کابل بل اوسېدونکي عبدالهادي هم وویل:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې په بازار کې د دوی په هکله کنټرول ولري او همدارنګه د خوراکي توکو لپاره یو مناسب نرخ وټاکي.»

بل خوا، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې دغه سازمان هره اوونۍ د بشري مرستو د رسولو لپاره افغانستان ته مېلیونونه نغد ډالر رالېږدوي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، یوناما دفتر د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له ډسمبر میاشتې راهیسې یو مېلیارد او ۸۰۰ مېلیون ډالره نغدې پیسې افغانستان ته رالېږدولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه