د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا پهدې هېواد کې د تخنیکي ستونزو له امله پرچاو شوې ده.
د دې شرکت عملیاتي مشر وایي، اسلامي امارت د ازبکستان له چارواکو سره د وارداتي برېښنا د بیا نښلولو په اړه خبرې کړې.
نوموړی زیاتوي، د پلازمېنې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره دې شرکت د ترهخېلو د حرارتي برېښنا له دستګاه کار اخلي.
د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس صفیالله احمدزی وايي: «د ماښام له لوري پنځه تر شپږ ساعتونو پورې د حرارتي برېښنا مرکز روښانه کوو چې زموږ لپاره ډېر لګښت هم لري، دا ځکه چې زموږ پېرودونکي یو یا دوه ساعته برېښنا ولري.»
له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا د تړون له لاسلېدو د دوو اوونیو په تېرېدو سره، دې هېواد پر افغانستان خپله برېښنا پرې کړې ده.
افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا تړون د سل مېلیون ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۳ کال لپاره غځول شوی دی چې له مخې یې تاشکند کابل ته ۴۲۰ میګاواټه برېښنا ورکوي.
د برېښنا شرکت مسوولان وایي، څرګنده نهده چې د ازبکستان وارداتي برېښنا به کله بېرته ونښلول شي.
د افغانستان بریښنا شرکت عملیاتي رییس صفی الله احمدزی زیاتوي: «له ازبکستان سره مو خبرې کړې، خو تر دې دمه مو مثبت ځواب نهدی تر لاسه کړی چې برېښنا به څه وخت بېرته عادي حالت ته راشي.»
د افغانستان بریښنا شرکت پخوانی رییس امانالله غالب وايي: «هر څه ژر چې کېدای شي، د ترکمنستان-مزارشریف مزی چې له پلخمري کابل ته تللی او ۵۰۰ کېلوواټه برېښنا لري، بشپړ کړي، د مالي ملاتړ کوونکي او کوم بل بهرني مرسته کوونکي په تمه دې نه کېږي.»
له دې سره هممهاله، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د ژمي پهدې ساړه موسم کې د برېښنا د پرچاویو زیاتوالي د دوی ستونزې ډېرې کړې دي.
د کابل اوسېدونکی ایمل ساپی وايي: «تاسو پوهېږئ چې کابل یو ښار دی، له برېښنا پرته ژوند کول ناشوی دی، ځکه خلک له ډېرو ننګونو سره مخ دي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی نور محمد وايي: «برېښنا پهدې ډول ده چې له دروازې راشي او له کړکۍ ووځي.»
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د کابل د وارداتي برېښنا مزي په ۲۰۰۸ میلادي کال کې جوړ شوي دي چې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا لېږد ظرفیت لري.
د دې شرکت د شمېرو له مخې، کابل څه باندې ۷۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوسمهال دغه شرکت تر دوه سوو میګاواته کمه برېښنا په واک کې لري.