Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا لګښت له ډېروالي د خلکو شکایت

یو شمېر کابل ښاریان په تېره یوه میاشت کې د برېښنا د لګښت پر زیاتوالي نیوکه کوي او وايي، د کارول شوې برېښنا بېل پرې ډېر راغلی دی.

دوی زیاتوي، که څه هم په تېره یوه میاشت کې یې په یوه ورځ او شپه کې له دوو ساعتونو کمه برېښنا درلوده، خو د تېرو میاشتو پرتله د دوی د برېښنا لګښت ډېر راغلی دی.

د کابل اوسېدونکې رویا وايي: «د یو یا یو نیم ساعت لپاره برېښنا راځي، ان موبایل نه‌شي چارجولی، په تېره په ژمي کې چې بې‌وزلي په ټول هېواد په تېره کابل ښار کې ډېره شوې ده.»

د کابل اوسېدونکی منصور زیاتوي: «تېره میاشت د شپې له خوا یوازې یو یا دوه ساعته برېښنا راتله، موږ نور څه نه شول کارولی، یوازې مو د اوبو ذخیره ډکوله او د برېښنا لګښت مو ۳۵۰۰ افغانۍ راغلی دی.»

بل‌خوا د افغانستان برېښنا شرکت پخواني رییس وایي، د برېښنا د کارولو د پیسو د زیاتېدو لامل په ژمي کې د برېښنا زیات کارېدل او د برېښنا شرکت د کارکوونکو له لوري په اټکلي ‌ډول د بیلونو لیکل دي.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب وايي: «له بده مرغه پخوا هم د برېښنا کارکوونکو له لوري تېروتنې کېدلې او اوس هم کېږي، په ژمي کې لاره خرابه وي او په کوڅو کې تګ نه کېږي؛ نو دوی مېټرونه په اټکلیز ډول لیکي.»

اخوا د برېښنا شرکت له خلکو غواړي چې که د خپلې کارول شوې برېښنا د پیسو په تړاو شک لري؛ دا مساله د برېښنا له شرکت سره شریکولای شي.

د کابل د بریښنا رییس حکمت الله اخندزاده زیاتوي: « په سلو کې یو دانه دغسې شوی وي، الی ماشاء الله د هغه نه شو ویلی، نور موږ ولس ته وایوو که چېرې په کومه ساحه کې څوک په خپل بېل باندې شک لري، هغه دې د خپل میټر عکس واخلي، بېل او میټر دې وګوري.»

افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره بریښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي او په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا پرله‌پسې پرچاویو د خلکو نیوکې راپارولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه