Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل امنیه قومندانۍ د سوداګرو د امنیت د تامین ډاډ ورکوي

د کابل امنیه قومندانۍ په پلازمېنه کې د سوداګرو او پانګوالو د امنیت د تامین له ډاډ سره وايي چې تل له سوداګرو سره ناستې لري.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې نه یوازې د سوداګرو، بلکې د ټولو هېوادوالو امنیت به تامین کړي.

ښاغلي ځډراڼ طلوع نیوز ته وویل:«په همدغې شان له سوداګرو سره د میاشتې او یا هم د اوونۍ په اخره کې موږ ځانګړې ناستې لرو او د هغې ناستې له لارې د دوی د امنیت چارې، له دوی سره په هماهنګۍ باندې ترسره کوو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د سوداګرو د امنیت پر ټينګښت خوښه ده او وایي، چې امنیتي ادارو په ښه توګه د سوداګرو د امنیت ساتلو په موخه د وسلو ګرځولو نږدې ۳۵۰ کارټونه وېشلي دي.
                      
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وايي:«تقریباً له یونیم کال را په دې خوا د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان له ټول خصوصي سکټور سره، په امنیتي برخو کې ډېره مرسته کړې ده. تقریباً په یوه ورځ کې موږ ته تقریباً ۳۵۰ د وسلو کارټونه توزیع شوي دي.»

بل خوا، د پلازمېنې اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د پلازمېنې د امنیت د ټينګښت لپاره لاډېرې هڅې وکړي.
                   
د کابل اوسېدونکي روح الله وویل:«له اسلامي امارته غواړو چې په هره برخه کې یې فکر وي مثلاً اختطاف دی او زموږ اقتصادي کادرونه اوس هم اختطاف کېږي.» 

د کابل اوسېدونکی حکیم الله وايي:«موږ بیخي خوشحاله یوو، امنیت بیخي ښه دی نه غل شته او نه شوکمار شته او نه بدمعاش شته، موږ اوس له امنیته بیخي راضي یوو.»

هغه رپوټ چې له کابله د دیارلس سوداګرو د تښتول کېدو په هکله له طلوع نیوز څخه خپور شو, په تېروتنې سره خپور شوی و.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ټول هېواد کې یوازې دیارلس د انسان تښتونې, د موټر د غلا او ټول اړوند موردونه یاد کړي دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه