Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محرابي: اړتیا ده، د شتمنیو په هکله له امریکا سره په قانوني بڼه خبرې وشي

د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس طلوع نیوز ته وایي، چې د افغانستان د شتمنیو د هغو ۳،۴ مېلیارډ ډالرو د ساتنې لپاره چې د سپټمبر د یوولسمې د برید د قربانیانو کورنیو ته ځانګړي شوي دي، اړتیا ده چې د افغانستان بانک د امریکا متحده ایالتونو له قانوني شورا سره خبرې وکړي.

ښاغلی محرابي وايي چې دغه خبرې به د امریکا متحده ایالاتو په قضايي بهیر د افغانستان د شتمنیو په ساتنه کې مرسته وکړي. 

 شاه محمد محرابي طلوع نیوز ته وویل:«مهمه ده، چې د افغانستان بانک د امریکا له یوې قانوني شورا سره خبرې وکړي څو خپلې ارزي زیرمې د متحده ایالتونو له قصایي بهیره وساتي. هر څومره چې د افغانستان بانک د ګټو په استازیتوب کې ځنډ وشي، په هماغه کچه د ادعا کوونکو کسانو انګېزې زیاتېږي څو د ځانګړي قانون د جوړېدو لپاره د کانګرس د لابي کولو په ګډون د خپلې خوښې یوې محکمې او بریالي قانوني چلند ته د رسېدو د هیلې لپاره خپلې هڅې څو برابره کړي.» 

بل خوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي وایي، چې د هېواد د شمتمنیو د ازادېدو لپاره اړتیا ده چې د نړۍ له لوري اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي:«هغه پیسې چې شتون لري، دا د افغانستان په دولت پورې تړاو لري، هر وخت چې د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي او هر دولت چې په رسمیت پېژندل شوی وي، له دغه حسابه د استفادې واک هغه دولت ته لېږدول کېږي او هغه دولت حق لري چې دا ډول ادعا وکړي او په حقیقت کې خپلې پیسې واخلي.»

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي هم څرګندوي:«ارزي یا اسعاري زېرمې هغه شتمنۍ دي چې د مرکزي او بهرني بانک په واسطه زېرمه کېږي او دغه زېرمې د پورونو او د هېواد د پیسو پر سیاست د اغېزو په پار استفاده کېږي.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي که‌چېرې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان شتمنۍ ازادې نه کړي، له قانوني لارو به یې د ازادولو لپاره ګام پورته کړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«دوی چې د افغانستان د خلکو مال غصب وي دا یې په ګته نه دي. په هر صورت د افغانستان اسلامي امارت به له ټولو قانوني لارو استفاده وکړي چې دغه پیسې ازادې شي او بېرته د افغانستان د خلکو پورې اړوندې شي او مرکزي بانک ته ولېږدول شي.» 

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د استازو جرګي او مشرانو جرګې، مشرانو ته په یوه لیک کې د افغانستان د ارزي شتمنیو په تړاو د خپل فرمان د تمدید خبر ورکړی دی، چې پر بنسټ به یې ۳،۵ مېلیارد ډالره د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته ځانګړي شي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي که‌چېرې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان شتمنۍ ازادې نه کړي، له قانوني لارو به یې د ازادولو لپاره ګام پورته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه