له ازبکستاني چارواکو سره د افغان پلاوي له درې ورځنۍ ناستې وروسته د حیرتان-مزار شریف د وسپنې پټلۍ هوکړهلیک وروستی او لاسلیک شو.
د دې ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وایي، د حیرتان-مزارشریف د وسپنې پټلۍ ادارې د مدیریت مسوولیت افغان لوري ته لېږدول کیږي.
له لس ورځني ځنډ وروسته د حيرتان-مزارشريف د وسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد رالېږد بهیر پیل شو.
د وسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وايي: «دغه پلاوي له ازبکستاني لوري سره تر مفصلو مذاکراتو وروسته په ټوله کې پهدې موافقه وکړه چې د حیرتان-مزارشریف وسپېنې پټلۍ مدیرت به افغان لوري ته ورانتقالېږي، په ټوله کې پهدې باندې موافقه وشوه.»
بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د حیرتان- مزارشریف د وسپنې پټلۍ د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د توکو په ټرانزيټ کې مهمه ونډه لري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې تجارتي غړی خیرالدین مایل وايي: «د مرکزي او سویلي اسیا ټرانزیټ د حیرتان بندر یا د دې وسپنې پټلۍ له لارې تر سره کېږي، له دې لارې مو کولای شو ووایو دا د دولت لپاره هم ښه عواید لري.»
اخوا، یو شمېر سوداګر وایي، چې د حیرتان- مزارشریف د وسپنې پټلۍ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان په راکړه ورکړه کې ګټوره ده.
سوداګر محبوب الله محمدي زیاتوي: «حکومت باید د هېواد وارداتي لارو ته لا ډېره پاملرنه ولري، څو له دې لارو د هېواد صادرات او واردات په هېواد کې د بیو د ټیټولو او د اقتصادي ښه دوران لپاره د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو.»
له منځنۍ اسیا سره د افغانستان اتیا سلنه سوداګري د حیرتان د وسپنې پټلۍ له لارې ترسره کیږي، چې له دې لارې تر ډيره خوراکي توکي او سون توکي افغانستانه ته واردېږي.
په دې اړه مو اندونه