په تېرو درې ورځو کې ۸۰ مېلیونه ډالره بشرپاله مرستې په نغدي توګه افغانستان ته راغلي دي.
د مرکزي بانک چارواکي له دا ډول مرستو هرکلی کوی او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره خپلې مرستې د بانک له لارې وکړي.
د دغه بانک په وینا، د یکشنبې په ورځ، د بشرپاله مرستو ۴۰ مېلیوني کڅوړه په نغدي توګه افغانستان ته راغلې او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوې.
د افغانستان بانک په ټوېټر پاڼه لیکل شوي:«افغانستان ته د ۴۰ مېلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه. د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي. د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د نړۍوالو نغدي مرستې د هېواد د اقتصاد د ښه والي په برخه کې ګټورې ګڼي او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، د خپلو مرستو یوه برخه د هېواد پر پراختیايي چارو هم ولګوي.
د اقتصاد مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«زموږ هڅه دا ده چې پراختیايي او پرمختیايي مرستې جلبې کړو چې د افغانستان اقتصادي بیخ بناوې جوړې او پیاوړې کړو.»
د اقتصادي چارو شنوونکی اصف ننګ هم وايي:«اړخیزې اغېزې یې طبعاً چې مثبتې دي او د افغانۍ له ثبات سره یې مرسته کړې او همدارنګه په هېوا کې د ډالرو په دودولو او موجودیت اغېزناکه دی.»
یو شمېر صرافان وايي، افغانستان ته د ډالرو په واردېدو سره افغانۍ ارزښت مومي او په وینا یې کله چې، د افغانستان بانک د نړۍوالې ټولنې د نغدي مرستو بهیر اعلان کړ؛ نو ورسره د افغانیو ارزښت هم ښه شو.
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وویل:«که چېرې دا ډول مرستې د مرکزي بانک له لارې راشي دا یوه ښه لاره ده ځکه هم د فساد مخه نیول کېږي او هم خلکو ته په ښه بڼه رسېږي.»
د شهزاده سرای ذاکر الله وايي:«هغه پیسې چې د نړۍوالې ټولڼې له خوا افغانستان ته راځي د افغانۍ پر ارزښت مثبته غېزه کوي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی شاکر یعقوبي څرګنده کړه:«د مرستو زیاتوالی هم د دې څرګندونکی دی چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه په ځلونو لوړه شوې او په هغه صورت کې چې د مرستو سم مدیریت ونه شي هرڅومره چې مرستې زیاتې هم شي د ناوړه مدیریت قرباني به شي.»
د ویلو ده چې، لا تر اوسه نږدې دوه مېلیارده ډالره نغدي مرستې هېواد ته رالېږدول شوې او دغه مرستې هم د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له لوري په پلازمینه او نورو ولایتونو کې لګول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه