د دوبۍ حاکم په متحده عربي اماراتو کې له یوه نندارتونه چې د افغانستان تولیدات پهکې نندارې ته ایښودل شوي وو، لېدنه وکړه.
د متحده عربي اماراتو رسنۍ راپور ورکوي چې پهدې نندارتون کې د افغانستان وچه مېوه او زعفران نندارې ته کېښودل شوي.
ورته مهال، د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وايي، له هېواده بهر د نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره زمینه برابرولی شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجيزاده وايي: «هر څومره ژر چې نندارتونونه ډېر وي او موږ وکولای شو په بهرنیو په تېره د متحده عربي اماراتو په نندارتونونو کې ګډون وکړو او ګرم سېره هېوادونه تر ډېره بریده د افغانستان تولیداتو ته اړتیا لري، زموږ جلغوزي او زعفران ښه نوم لري، په اماراتو کې چې کوم نندارتون جوړ شوی، دا د تولیداتو لپاره ډېر ښه بازار دی.»
له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تر راتلونکو څو ورځو به په متحده عربي اماراتو کې یو بلل نندارتون هم پرانېستل شي؛ خو په وینا یې یو شمېر افغان سوداګر به د ویزې د نه لرلو له امله پکې ګډون ونه کړای شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی وايي: «زموږ ستونزه په تېره له دوبۍ سره دا ده چې دوی ویزه نه ورکوي او ویزې ډېرې سختې شوي او هغه کسان چې هلته اقامه لري، هغوی ګډون کولای شي، په چین کې چې هم نندارتونونه جوړ شي، موږ پهکې ګډون نهشو کولای، دا زموږ یوه تر ټولو جدي ستونزه ده.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په باور طبي بوټي، غالۍ، وچې میوې او ګران بیه ډبرې د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او په وینا یې په ډېریو نندارتونونو کې همدا تولیدات نندارې ته اېښودل کېږي.