Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان: له منځنۍ اسیا سره د نښلولو لپاره په افغانستان کې ثبات اړین دی

د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیره وایي، افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان په نښلولو کې مهم دی.

نوموړې چې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، د افغانستان اوسني وضعیت او د ترهګرۍ په ګډون نورو مسایلو له دغه هېواد سره د پاکستان سوداګریزې اړیکې له ستونزو سره مخ کړي.

د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې د پاکستان د سټراتیژيکو پولو تر سرلیک لاندې په یوې نړۍوالې غونډه کې ویلي، په افغانستان کې اوسني وضعیت له منځنۍ اسیا سره د اسلام‌اباد سوداګریز بهیر ټکنی کړی دی.

د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کر وايي: «افغانستان پر سوداګریز، انرژیکي، د سویلي، مرکزي او ختیځې اسیا د ادغام پر مرکز د پاکستان د بدلېدو په تړاو ډېر فرصتونه برابرولی شي؛ خو اوسني سیاسي وضعیت او ورسره د ترهګرۍ ګواښونه د سیمې په شاوخوا کې پرتو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړې دي.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغانستان له منځنۍ اسیا سره د سویلي اسیا د نښلېدو په برخه کې مهم نقش لري او په وینا یې اسلامي امارت هڅې کوي چې، یو سیمه ییز اقتصادي دهلیز رامنځ‌ته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی وايي: «د اسلامي امارت په راتګ سره، پالیسي یې همدا ده چې سویلي اسیا له مرکزي اسیا سره ونښلول شي چې لومړۍ دروازه یې پاکستان، افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان دي، په‌دې برخه کې تړونونه هم شوي.»

د افغانستان-پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس نقیب‌الله ساپی وايي: «د دې ترڅنګ بعضې اقلام چې دي، هغه موږ پاکستان ته یوسو؛ نو په بدل کې یې مال راوړو، په‌دې باندې منفي اغېزه نه‌لري، اما یو سلسله اقلام شته چې هغه موږ پاکستان ته یوسو او په پاکستان کې په کلدارو خرڅوو چې هغه یو څه اندازه منفي اغېزه لري.»

له بل لوري د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا وايي، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت راکمېدو له اسلام آباد سره د کابل پر سوداګریز بهیر منفي اغیز کړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي: «زموږ د هېواد صادرات تر ډېره بریده پاکستان ته دي. کله چې موږ د پېر توان و نه‌لرو او پاکستان ته چې موږ کوم ځانګړي صادرات لرو هغوی ته هم زیان رسېږي او څلورم دا چې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت کمېدل او زموږ خلک چې د پاکستانۍ کلدارو نقدینګي لري، ارزښت یې ښکته کوي.»

د ویلو ده چې په روان هجري-لمریز کال کې افغانستان د څه باندې ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل او له دې منځه د نږدې ۷۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات یوازې پاکستان ته شوي دي.

د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیره وایي، د افغانستان اوسني وضعیت او د ترهګرۍ په ګډون نورو مسایلو له دغه هېواد سره د پاکستان سوداګریزې اړیکې له ستونزو سره مخ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه