Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د "کاسا - زر" پروژې د ځنډېدو احتمال

ځينو پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د کاسا - زر پروژې کار به تر دوو کلونو وځنډېږي.

دغو رسنیو ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د امریکا پراختیایي ادارې او نړۍوال بانک د کاسا - زر پروژې له تمویله لاس اخیستی دی.

خو اقتصاد وزارت وایي، چې سرپرست حکومت د کاسا زر پروژې د پېلېدو لپاره چمتووالی لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«د اسلامي امارت له لوري بشپړ چمتووالی شتون لري او موږ د دغې پروژې په وړاندې هېڅ ستونزه نه وینوو؛ خو له شک پرته چې د ټولو لوریو همکاري له هغې ډلې د نړۍوال بانک همکاري کولای شي چې د دغې پروژې په پیل او ځلولو کې مهم او بنسټيز رول ولوبوي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی اصف ننګ هم وویل:«پنځه بنسټونه باید دا پرژوه تمویل کړي؛ نړۍوال بانک، اروپايي پراختیايي بانک، د امریکا او انګلستان دولت او اسلامي پراختیايي بانک. دغو پنځو مرجعو د دغې پروژې د تمویل لپاره په پام کې نیول شوې وې. په ټول کې کابو څه کم یو اعشاریه دوه مېلیادر ډالره د دغې پروژې لګښت دی.»

کاسازر پروژه، د قرغیزستان او تاجیکستان بریښنا د ۱۲۵۰ کیلومټرو په اوږدوالي سره د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي. له دې پروژې به پاکستان زر میګاواټه برېښنا او افغانستان درې سوه میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب څرګندوي:«افغانستان د دې ترڅنګ ۳۰۰ میګاواټه برېښنا اخلي د کال ۴۵ تر ۵۰ مېلیون ډالر د ټرانزیټ فیس اخلي او بله دا چې د هغو سیمو خلکو ته چې له هغې د برېښنا لین تېر شوی، تر ۱۵ کلونو، د کال دوه نیم تر درې مېلیونه ډالره، د پلورونکو او پېردونکو هېوادونو له خوا پیسې ورکول کېږي.»

تر دې وړاندې رویټرز خبري آژانس په تاجیکستان کې د کاسا - زر پروژې د رییس له خولې خبر ورکړی و، چې په قرغیزستان، تاجیکستان او پاکستان کې د دې پروژې کار روان دی، خو په افغانستان کې درېدلی دی.

د "کاسا - زر" پروژې د ځنډېدو احتمال

کاسا - زر، د قرقیزستان او تاجیکستان برېښنا به د افغانستان له لارې د ۱۲۵۰ کیلومټرو په اوږدو پاکستان ته ولېږدوي.

شریک یي کړئ